کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د افغانستان کم عمره لوبغاړى نور احمد لکڼوال نن ١٦مه کليزه لمانځي
نور احمد لکڼوال

د افغانستان کم عمره لوبغاړى نور احمد لکڼوال نن ١٦مه کليزه لمانځي

د افغانستان کم عمره لوبغاړى نور احمد لکڼوال، چې تراوسه په ملي لوبډله کې نه دى لوبېدلى، خو د افغانستان ١٩ کلنو لوبډله کې د خپلې ښې کارکردګۍ له امله ډېر مشهور شوى دى، نن خپله ١٦مه کليزه لمانځي.

نور احمد لکڼوال چې په تېر نړيوال جام کې ښه وځلېده، په شپږيزه کرکټ ليګ کې يې هم ښه توپ اچونه ترسره کړه او خپل استعداد يې نړيوالو ته هم ښکاره کړ.

نوموړى د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) تېرې بولۍ کې هم وړاندې شوى و، خو کومې لوبډلې وانخيست، همدا راز په کارابين پريمئير ليګ کې هغه واخيستل شو، خو د وېزې په وخت نه ترلاسه کولو له امله له سياليو پاتې شو.

نور احمد همدا راز په بيګ باش تجارتي ليګ کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې واخيست او د بيګ باش په تاريخ کې تر ټولو کم عمره لوبغاړى شو، چې په دغه سياليو کې ولوبېده.

هغه په لومړۍ لوبه کې يوه ويکټ واخيسته او نن د ميلبورن رينيګاډز په لوبه کې دويم ځلې چانس ورکړل شوى دى، چې تراوسه پورې يې يوه ويکټ ترلاسه کړې ده.

١٦ کلن نور احمد ١ فرسټ کلاس، ٢ ليسټ اې او ١٦ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. نوموړي په فرسټ کلاس کې ٤، ليسټ اې کې ٢ او په شل اوريزو لوبو کې ٢٠ لوبغاړي سوځولي دي.

هغه په يوه شل اوريزه لوبه کې د ١٢ منډو په بدل کې ٣ ويکټې هم ترلاسه کړې دي.

نور احمد په ٢٠٢٠ کال کې د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام کې ٥ لوبې ترسره کړې وې چې ٧ لوبغاړي يې سوځولي و.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …