کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بیګ باش: میلبورن رینیګاډز شرموونکې ماتې وخوړه

بیګ باش: میلبورن رینیګاډز شرموونکې ماتې وخوړه

د میلبورن رینیګاډز لوبډلې بخت سږکال ښه نه دی او پرلپسې ماتې خوري، چې نن يې بیا د ۹۶ منډو په ستر توپیر د پرت سکارچرز لوبډلې څخه ماتې وخوړه.

د بیګ باش لیګ ۲۵مه لوبه د پرت سکارچرز او میلبورن رینیګاډز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې میلبورن پچه وګټله او لومړی یې پرت ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

پرت سکارچرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۵ منډې وکړې، د دوی له لوري جوش انګلیس ۷۲ ناسوځېدلې او کولین مونرو ۵۲ منډې وکړې.

د میلبورن رینیګاډز له لوري جېک پریستویج ۲ او نور احمد لکڼوال ۱ ویکټ واخیسته.

د ۱۸۶ منډو هدف په تعقیب د میلبورن رینیګاډز ټوله لوبډله په ۱۲.۵ اورونو کې وسوځېده او ۸۹ منډې يې وکړې، چې د ۹۶ منډو په ستر توپیر يې ماتې وخوړه.

د پرت سکارچرز له لوري ارون هارډي او فواد احمد ۲-۲ ویکټې واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه جوش انګلیس ته ورکړل شوه.

د یادولو وړ ده چې میلبورن رینیګاډز په ۷ لوبو کې ۶ ماتې وخوړې، همدا راز پرت سکارچرز بیا په ۶ لوبو کې دویمه بریا خپله کړه.

نن نور احمد ته هم لوبه کې چانس ورکړل شوی و، چې دا یې بیګ باش.کې دویمه لوبه او په دوه لوبو کې يې دوه ویکټې واخیستې. نن د نوموړي ۱۶مه کلیزه هم ده.

نن د بیګ باش بله لوبه د اډیلیډ سټرایکرز او سډني سیکسرز ترمنځ ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

کلکتې د ډیلي لوبډلې ته ۱۵۵ منډې هدف وټاکه

د کلکته نایټ رایډرز لپاره انډري رسل او شوبمن ګیل ښه توپوهنه ترسره کړه چې …