کورپاڼه / روغتيا / د لوږې په سبب د سر درد څنګه کنټرول کړو؟
سر درد

د لوږې په سبب د سر درد څنګه کنټرول کړو؟

ویل کېږي چې ځینې وختونه د سر درد د لوږې په سبب هم رامنځته کېږي، چې علت یې په ځنډ سره ناشته کول یاهم بېخي ناشته کول دي.

د بولډ سکایي د ویب سایټ د راپور له مخې ویل کېږي، چې د اسټرلیا په میلبورن پوهنتون کې د ترسره شوې څېړنې له مخې معلومه شوې ده، چې لوږه د سر د درد په رامنځته کولو کې ۳۱ سلنه برخه لري او د نورو سببونو په وجه ۲۹ سلنه د سر درد رامنځته کېږي، چې دغه سببونه له ستړیا، غوسې، د موسم بدلون، حیض، سفر کول، شور یا غوغا او له ناسم خوب څخه عبارت دي.

د لوږې په وجه د سر درد سببونه:

روغتیایې کارپوهان وایي چې د سر درد ګڼ شمېر سببونه لري لکه په بدن کې د اوبو کمښت، د کالورۍ او ګلوکوزو کمښت. ویل کېږي کله چې زموږ دماغو ته په مکمله توګه ګلوګوز ور ونه رسېږي نو یو ډول ځانګړي هورمون افرازوي، چې بیا پر بدن ناوړې اغېزې کوي او د سر درد رامنځته کوي، چې ستړیا، کمزوري او د چکر خوړلو ستونزې هم ورسره وي.

دغه راز د اوبو کمښت هم پر دماغو منفي اغېزې کوي او د سر درد رامنځته کوي. بله خوا ویل کېږي چې د ذهني فشار ښکار او د شکر ناروغان د سر شدید درد لري.

د لوږې په وجه د سر درد نښې، نښانې:

ویل کېږي کله چې د لوږې په سبب په سر کې درد رامنځته کېږي، نو د تندي دواړو خواوو ته د سخت فشار سره درد وي. دغه راز په غاړه او اوږو کې هم یو ډول ستونزه یا فشار رامنځته کېدلی شي.

د لوږې په سبب د رامنځته شوي درد نورې نښې، نښانې:

د کولمو مختلف اوازونه، د ستړیا حساس، د لاسونو لړزېدل، چکر خوړل، د خېټې درد، خوله کېدل، ساړه کېدل او د هضم ستونزې.

ددې لپاره چې د لوږې په سبب د سر درد له منځه یوسو یا ترې مخنیوی وکړو، باید لاندې لارښوونې عملي کړو.

  • د لوږې پر وخت ښه او مناسب خواړه.

  • ناشته ته باید پاملرنه وکړئ.

  • هغه کسان چې کار کوي د لنډې وقفې وروسته لږ لږ خوراک کول.

  • له چاکلیټو یاهم له خوږو جوسو ډډه کول، ځکه چې په دې سره د بدن کالوري ډېرېږي او د شکر خطر ډېروي.

  • د لوږې د احساس پرمهال ډېرې اوبه وڅښئ.

  • مېوې لکه مڼه، مالټه او وچې مېوې استعمال کړئ.

  • کوچ یاهم د مېوو جوس وخت نا وخت وکاروئ.

له ډاکتر سره مشوره کول:

روغتیایي کارپوهان وایي، کله چې ستاسې خېټه خالي شي، نو د سر درد یوه عامه خبره ده، چې له خوراک وروسته ښه کېدلی شي. خو ددې مطلب دا نه دی، چې ستاسې د سر درد به یوازې د لوږې په سبب وي.

ځینې وختونه د سر درد دوامداره کېدلی هم شي، چې بیا په داسې حالاتو کې ډاکتر ته مراجعه کول اړین وي.

Loading...

دا هم ولولئ

هره ورځ دوه ځلې مېوې او درې ځلې سابه وخورئ او له ناروغیو ځان وساتئ

د مېوو او سبو د بې شمېره ګټو په اړه خو موږ ټول پوهېږو، خو …