کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د راشد خان ٣ ويکټو هم اډيليډ سټرايکرز له ماتې ونه ژغورله
راشد خان

د راشد خان ٣ ويکټو هم اډيليډ سټرايکرز له ماتې ونه ژغورله

راشد خان په نننۍ لوبه کې ښه توپ اچونه ترسره کړه او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، خو په لوبه کې بيا د سډني سيکسرز لوبډلې د ٧ ويکټو په توپير بريا خپله کړه.

د بيګ باش ليګ ٢٦مه لوبه د اډيليډ سټرايکرز او سډني سيکسرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې سډني سيکسرز پچه وګټله او لومړى يې اډيليډ سټرايکرز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

اډيليډ سټرايکرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې جوناتن ويلس ٦٦، جېک ويدرالډ ٣٤ ناسوځېدلې او اليکس کيري ٣١ منډې وکړې.

د سډني سيکسرز له لوري بين دوارشويس، بينيامين منينتي، جېک بال او ډينيل کريسچين ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٥١ منډو هدف د سډني سيکسرز لوبډلې په ١٨ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٧ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه. د دوى له لوري جېمز وينس ٤٥ ناسوځېدلې، جوش پيليپ ٤١ او جورډن سلک ٣٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د سډني سيکسرز ٣ لوبغاړي وسوځېدل او درې واړه ويکټې راشد خان ترلاسه کړې، نوموړي په ٤ اورونو کې ١٨ منډې ورکړې او ښه توپ اچونه يې ترسره کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جوش پيليپ ته ورکړل شوه.

سډني سيکسرز نن پنځمه بريا خپله کړه چې د ٢١ نومرو سره په جدول کې تر ټولو مخکښه لوبډله ده، همدا راز اډيليډ سټرايکرز بيا په ٧ لوبو کې ٣ لوبې ګټلې دي.

د يادولو وړ ده چې د جنورۍ په ٤مه نېټه به ميلبورن سټارز د هوبارټ هوريکنز او بريسبين هيټ د سډني تنډر لوبډلو سره مخ شي.

تراوسه پورې په روان ليګ کې راشد خان د ويکټو اخيستو په برخه کې تر ټولو مخکې دى، خو د راشد خان تر څنګ بيا بين دوارشيوس او ويس اګر هم ١١-١١ ويکټې ترلاسه کړې دي.

دا هم ولولئ

شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په …