ویل کېږي د لمر ګلي زړي د خپلو غوره غذایي توکو او د ځانګړي خوند په سبب د ښه شهرت درلودونکي او د روغتیا لپاره بېخي ګټور ګڼل کېږي. د لمر ګلي زړي د پروټینو یوه ښه سرچینه ده، چې ډېر ښه کیفیت لرونکي نباتي غوړي یا تېل ترې هم لاسته راځي.
دغه راز د لمر ګلي د ځینو ډولونو زړي اوږدي وي، چې له وریته کېدو وروسته خوړل کېږي. بله خوا ویل کېږي چې د لمر ګلي زړي ویټامین ایي، انټي اکساید او د فایبرو سربېره ټول هغه اړین توکي لري، چې د روغتیا لپاره ضروري وي. نو راځئ چې نن ورځ د لمر ګلي د زړو حیرانوونکې ګټې ولولو.
د انټي اکسایدو درلودونکي وي:
ویل کېږي چې د لمر ګلي زړي له ویټامین ایي څخه ډک وي، چې بیا یې په سبب زموږ بدن د آزادو راډیکلونو پر وړاندې مقابله کوي. دغه راز سوخت، ساړه، نزله او د ټوخي په څېر د ستونزو مخنیوی کوي.
د زړه لپاره ګټور وي:
ویل کېږي چې د لمر ګلي زړي اړین فیټي اسید او فایټوسټرول لري، چې د کلیسټرولو په برابرولو کې مرستندویه تمامېږي او د دفاعي سیستم په ځواکمنولو کې مهم رول لري. دغه راز د ګڼ شمېر ناروغیو خطر هم کموي.
د پوستکي لپاره غوره وي:
موږ ټول ددې غوښتونکي یو چې ښکلی پوستکی ولرو او ددې لپاره د لمر ګلي زړي یوه ښه ذریعه کېدلی شي. ویل کېږي چې د لمر ګلي زړي لینولینک، اولیک او د پالمټیک اسیدو په څېر اړین توکي لري، چې پوستکی ښکلی او ځوانکې له منځه وړي.
وزن کموي:
ویل کېږي چې د لمر ګلي زړي د فایبرو څخه ډک وي، چې د خېټې ساتنه کوي او د هضم په سیستم کې مرستندویه تمامېږي. دغه راز د لوږې احساس کموي.
بدن ته ځواک ور په برخه کوي:
ویل کېږي چې د لمر ګلي زړي پخپل جوړښت کې ویټامین بي ۱ او الیکټرویلیټونه لري، چې بیا همدغه توکي بدن ته ځواک ور په برخه کوي.