کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د فلیش پلئیر کیسه ختمه شوه، اوس يې له خپلو کمپیوټرونو لیرې کړئ

د فلیش پلئیر کیسه ختمه شوه، اوس يې له خپلو کمپیوټرونو لیرې کړئ

د ۲۰۲۰ کال پای ته رسېدو سره سم د مشهور اډوب فلیش پلئیر کیسه هم نوره ختمه شوه. د اډوب شرکت درې کاله مخکې اعلان کړی و، چې د ۲۰۲۰ کال ختمېدو سره سم به دوی فلیش پلئیر هم ختم کړي.

فلیش پلئیر یو مهال ډېر مهم و او ډېر وخت يې تېر کړئ، چې نور يې وخت پای ته ورسېد.

په وروستیو کې فلیش پلئیر د انلاین لوبو یا ګېمونو کولو پر مهال ستونزه جوړوله، ځکه چې د کاپي رايټ غوښتنه به يې کواه.

اوس د اډوب شرکت فلیش پلئیر ختم کړی دی او دوی غواړي چې خلک دې يې له خپلو کمپیوټرونو څخه هم پاتې برخې لیرې کړي، ځکه نور به د دې اپډېټ نه راځي.

شرکت وايي، چې د خلکو په کمپیوټرونو کې د دې کومې برخې پاتې دي، هغه بېکاره دي او د کمپیوټرونو لپاره خطرناکې هم دي.

د همدې هدف لپاره اډوب د وینډوز او مېک کمپیوټرونو لپاره د فلیش پلئیر د لیرې کولو یا ان انسټال کولو لارښوونه کړې ده.

دا تاسې ډېر په اسانه کولای شئ، د دې لپاره د ان انسټالر پروګرام، چې هلته ورکړل شوی دی، ډاونلوډ کړئ.

د ډاونلوډولو وروسته دا راخلاص کړئ او هلته د فلیش پلئیر د ختمولو لپاره  د ا انسټالر په ایکن کلیک وکړئ او پرېږدئ چې دا يې ستاسې له کمپیوټر لیرې کړي.

د یادولو وړ ده چې اډوب په ۲۰۱۷ کال کې د فلیش پلئیر ختمولو اعلان کړی و، چې له دې اعلان وروشته مایکروسافټ، ایپل، فېسبوک، ګوګل او موزیلا دا له خپلو سیسټمونو څخه لیرې کړی و.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …