کورپاڼه / اسلام / متحده عربي اماراتو د روژې او اختر د احتمالي تاریخونو اعلان وکړ

متحده عربي اماراتو د روژې او اختر د احتمالي تاریخونو اعلان وکړ

متحده عربي اماراتو د ۲۰۲۱ کال د روژې مبارکې میاشتې او د کوچني اختر د تاریخونو احتمالي نېټو اعلان کړی دی، چې د سپوږمۍ لیدلو سره به تړلي وي.

د خلیج ټایمز د راپور په وېنا، مشهور ستورپوه ابراهیم الجروان وايي، چې د روژې مبارکه میاشت به سل ورځې وروسته پيل شي.

په راپور کې ویل شوي، د ستورپوهنې او ساینس د دولتي ادارې غړي ابراهیم الجروان ویلي دي، چې ښايي د روژې مبارکه میاشت د ۲۰۲۱ کال د اپریل په ۱۲مه نېټه ماښام شپږ نیمې بجې په متحده عربي اماراتو کې ولیدل شي.

نوموړی همدا راز زیاتوي، چې قوي امکان دا دی چې لومړۍ روژه به د اپریل په ۱۳مه (د ۱۴۰۰ کال د وري ۲۴مه نېټه) وي، خو دا د سپوږمۍ لیدلو سره تړلې ده.

تر دې مخکې بیا د متحده عربي اماراتو کابينې د ۲۰۲۱ کال په رخصتیو کې د کوچني اختر د رخصتیو ورځې د ۱۱ مۍ څخه تر ۱۵ مۍ (۲۱ غويي څخه تر ۲۵ غويي میاشتې پورې) ټاکلي دي. خو وايي چې د سپوږمۍ لیدل شرط دي.

دا هم ولولئ

ولې له مړینې وروسته د مړ شوي شخص سترګې غړېدلي وي؟

په عموم کې دا پوښتنه به له ډېرو سره ناحله پاتې وي چې ولې له …