کورپاڼه / بېلا بېل / ايا د ٢٠٢١ کال په دريم سهار ٤ لمرونه ليدل شوي؟ عکسونه وګورئ
لمر ١

ايا د ٢٠٢١ کال په دريم سهار ٤ لمرونه ليدل شوي؟ عکسونه وګورئ

د چين او روسيې ترمنځ په منګوليا هېواد کې پرون د يکشنبې په سهار د لمر ليدلو په زړه پورې او جالبه ننداره خلکو کړې ده.

د چينايي رسنيو د راپورونو په وېنا، د چين په جنوبي او د منګوليا په يوه ولسوالۍ کې د يکشنبې په سهار خلکو په اسمان د يو څخه د زياتو لمرونو ننداره وکړه، چې په ليدو يې حېرانه شو.

لمر ٢

په راپور کې ويل شوي دي، چې ځايي خلکو د دې عکسونه هم واخيستل او په ټولنيزو رسنيو کې يې خپاره کړل، چې د لمر شاوخوا هم کوچني کوچني لمرونه ښکاره کېدل او په منځ کې بيا لوى لمر ليدل کېده.

خو دا په اصل کې څلور لمرونه نه دي، بلکې دې ته په ساينسي ژبه کې (سن ډاګ) وايي، چې ښايي خلک فکر وکړي تر يو زيات لمرونه دي.

لمر ٣

سن ډاګ څه شى دى؟

ساينسپوهان وايي، چې د دې لامل په هواف کې د واورې پاکې ذرې دي، کله چې د لمر رڼا له دې ذرو سره ولګېږي، نو هغه بېرته داسې رڼا ورکوي، چې د لمر ګمان پرې کېږي.

لمر ٤

دا نو داسې ښکاري، چې ښايي ځينې خلک فکر وکړي چې له يو زيات لمرونه دي، خو هغه په اصل کې د انعکاس لامل وي، لمر يوازې يو وي او دې عمل ته سن ډاګ وايي.

Loading...

دا هم ولولئ

آیا پوهېدئ چې اوښ د مار په خوړلو سره د سختې تندې احساس کوي؛ خو بیاهم اوبه نه څښي؟

د مار غوښه د اوښ لپاره ترټولو خوندوره او غوره غذا ده او په ډېر …