کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د ويليمسن سليزه، پاکستان يې بيا راګېر کړى
کين ويليمسن

د ويليمسن سليزه، پاکستان يې بيا راګېر کړى

د نيوزيلېنډ کين ويليمسن په دويمه ټېسټ لوبه کې هم د پاکستان پر وړاندې سليزه وهلې ده او لا هم ناسوځېدلى دى، همدا راز هينري نيکولاس هم ٨٩ ناسوځېدلې منډې کړې دي.

د پاکستان او نيوزيلېنډ ترمنځ دويمه ټېسټ لوبه پرون په کرايسټ چرچ کې پيل شوې ده.

پاکستان لومړى توپوهنه وکړه چې په لومړۍ پاڼۍ کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٩٧ منډې وکړې، اظهر علي ٩٣ او محممد رضوان ٦١ منډې وکړې.

د نيوزيلېنډ له لوري کيلي جيميسون په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ٥ پاکستاني لوبغاړي يې وسوځول، ټيم ساوټي او ټرينټ بولټ هم ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

په ځواب کې يې نيوزيلېنډ د دويمې ورځې تر پاى پورې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٢٨٦ منډې وکړې، چې کين ويليمسن پکې سليزه ووهله. کين ويليمسن په ١١٢ او هينري نيکولاس په ٨٩ منډو ناسوځېدلي ولاړ دي، چې د دريمې ورځې توپوهنه به هم پيل کړي.

نيوزيلېنډ ته يوازې ١١ منډې پکار دي، چې د پاکستان د لومړۍ پاڼۍ منډې پوره کړي او له هغه وروسته چې هر څومره منډې وکړي، نو په پاکستان به بوج شي.

د يادولو وړ ده چې نيوزيلېنډ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د ١٠١ منډو په ستر توپير پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

اى پي ايل ټرافي

د اى پي ايل ٢٠٢١ د لوبو مهالوېش اعلان شو، لومړۍ لوبه به د ممبۍ او بېنګلور ترمنځ ترسره شي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٢٠٢١ کال د سياليو مهالوېش اعلان شو، …