کورپاڼه / روغتيا / د نعناع یا ویلني حیرانوونکې روغتیایي اغېزې
نعناع

د نعناع یا ویلني حیرانوونکې روغتیایي اغېزې

نعناع یا ویلنی به مو لېدلی او د بوی مینوال به یئ او په دې به هم پوهېږي، چې له نعناع پرته ځینې خواړه نیمګړي وي، خو په دې به نه پوهېږئ، چې ذکر شوی بوټی پر روغتیا څه اغېزې ښېندي؟ ویل کېږي چې نعناع د تېلو په ډول هم استعمالېږي، په ترکارۍ کې کارول کېږي او د چای په تیارولو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

د خېټې درد له منځه وړي:

د نعناع په جوړښت کې داسې مرکبونه هم شتون لري، چې غذایي نلونه ته آرام ور په برخه کوي. د یوې څېړنې له مخې ثابته شوې، چې د نعناع خوراک د خېټې په درد کې د کمښت لامل کېږي.

د هاهضمې د سیستم لپاره ګټور:

ویل کېږي چې د نعناع د تېلو کپسول د خېټې اضافي، قبض او د هضم په مرحله کې آسانتیاوې رامنځته کوي.

د سر درد کموي:

ویل کېږي چې مینتول د نعناع یو بنسټیز توکی دی. د ځینو څېړنېزو راپوروپو پر وینا ویل کېږي، چې نعناع په نیم سري کې کمښت راولي.

د خولې میکروبونه ختموي:

د نعناع په استعمال سره نه یوازې دا چې د خولې بد بویي ختمېږي، بلکې میکروبونه یې هم وژني او ودې مخنیوی یې کوي.

بنده پوزه خلاصوي:

ویل کېږي چې مینتول ماده په ډېرو د نزلې، زکام او د ټوخي په درملو کې استعمالېږي او د موسمي ناروغیو په وړاندې مقابله کوي، پوزه خلاصوي او د ساه اخیستل آسانوي.

بدن ته ځواک ورکوي:

که چېرته هر وخت د ستړیا ښکار وئ، نعناع کولی شي چې بدن ته مو ځواک ور په برخه کړي. که څه هم په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي، خو د نعناع خوشبویي د فعالیتونو په ښه والي او د کمزورۍ په لرې کولو کې مرستندویه تمامېږي.

د میکروبونو پر وړاندې مقابله کوي:

څېړونکو د نعناع تېل په ځینو میکروبونو لکه اي کولي او سالمونیلا ازمایلي او معلومه کړې یې ده، چې نعناع د میکروبونو د ودې مخنیوی کوي.

د لوږې احساس کموي:

د یو راپور له مخې ویل شوي، چې د نعناع د تېلو بوی د لوږې احساس کموي او خوراک یې د وزن په کمښت کې مرستندویه تمامېږي.

د موسمي حساسیتونو مخنیوی کوي:

د نعناع په جوړښت کې ځینې داسې مرکبونه شتون لري، چې د حساسیتونو پر وړاندې مقابله کوي. لکه د پوزې خارښت، پرنجېدل او د سترګو سوروالی.

د تمرکز په ښه کولو کې مرستندویه تمامېږي:

له یوې څېړنې معلومه شوې، چې د نعناع د تېلو کپسول ذهني ستړیا له منځه وړي، حافظه ښه کوي او د ځیرکتیا حس ځواکمنوي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …