کورپاڼه / خبرونه / پاکستانۍ لوبغاړې ثنا مير په کورونا اخته شوه
ثنا مير

پاکستانۍ لوبغاړې ثنا مير په کورونا اخته شوه

د پاکستان کرکټ د ښځينه لوبډلې پخوانۍ کپتانې او کمنټيټرې ثنا مير د کورونا ويروس ټېسټ مثبت راغلى دى، چې په لوبغالي کې يې نور خلک هم اندېښمن کړي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د کراچۍ په ملي کرکټ لوبغالي کې د قايد اعظم جام سيالۍ روانې دي، چې هلته ثنا مير کمنټري کوله. خو د ثنا مير د کورونا ټېسټ مثبت راغلى دى، چې په لوبغالي کې نور کسان هم ورسره اندېښمن شوي دي.

په راپور کې ويل شوي دي، هغه کسان چې له ثنا مير سره په کمنټري باکس کې و، هغوى سخت پرېشانه دي او همدا راز د ټولو د کورونا ټېسټونه هم شوي دي، خو لا يې پايلې نه دي راغلي.

د پاکستان کرکټ بورډ وياند رسنيو ته ويلي دي، چې د ثنا مير د کورونا ټېسټ مثبت راتلو وروسته دوى احتياطي تدابير خپل کړي دي، کمنټري باکس او شاوخوا ټول ځايونه يې هم سنيټايز کړي دي، خو لوبې روانې دي او کمنټري هم دوام کوي.

د يادولو وړ ده چې نن د انګلستان کرکټ ملي لوبډله سريلانکا ته تللې ده، چې هلته د انګلستان د مشهور مسلمان الراونډر لوبغاړي معين علي د کورونا ټېسټ هم مثبت راغلى دى او د ١٠ ورځو لپاره کرنټين شوى دى.

دا هم ولولئ

آریانا تلویزون هم د شل اوریز نړیوال د خپرولو حقوق ترلاسه کړل

له ملي سپورټ تلویزون وروسته د آریانا تلویزوني شبکې هم په رسمي بڼه د د …