کورپاڼه / هنر او کلتور / “په تا مین شوم” سلمان خان له سني لیون سره خپله مینه څرګنده کړه + ویډیو

“په تا مین شوم” سلمان خان له سني لیون سره خپله مینه څرګنده کړه + ویډیو

د هندي سینما مخکښ او نومیالي هنرمند سلمان په یوه خپرونه کې د اداکارې سني لیون سره خپله مینه څرګنده کړه او ورته يې وویل چې پرې مین دی.

سلمان خان چې د بیګ باس په نوم د مشهورې خپرونې کوربه دی، په دغه خپرونه کې يې سني لیون هم مېلمنه شوې ده.

د راتلونکې خپرونې یوه کوچنۍ ویډیو د ټلویزیون له لوري په انسټاګرام کې خپره شوې ده چې سلمان خان او سني لیون پکې په یو بل د مینېدو خبره کوي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by ColorsTV (@colorstv)


په ویډیو کې سني لیون له سلمان خان نه پوښتنه کوي، چې څه ناروغي لرې، نو هغه ورته په ځواب کې وايي، چې زه اوس په تا مین شوم، دې ناروغۍ ته د لویریا نوم اخلي.

همدا راز سني لیون هم ورته په خندا کې وايي چې زه هم په تا مینه شوم.

سلمان خان چې له کلونو راهیسې د بیګ باس خپرونې کوربه دی، دا خپرونه د هند یو له مشهورو ټلویزیوني خپرونو څخه ده، چې ډېر لیدونکي لري.

د سلمان خان او سني لیون دا کوچنۍ ویډیو چې په انسټاګرام کې خپره شوې ده، خلکو ډېره خوښه کړې ده.

د یادولو وړ ده چې سلمان خان په دې وروستیو کې د “رادهی” په نوم فلم ثبت کړی دی او اوس مهال د “انتم” په نوم فلم کې هم کار کوي. خو د دې دواړو فلمونو معلومات نه کېږي، چې دا به کله نندارې ته وړاندې شي.

دا هم ولولئ

نوازالدین صدیقي: د بالیووډ ستونزه خپلوي پالل نه دي بلکې نسل پرستي ده

د هندي سینما مشهور اداکار نوازالدین صدیقي ویلي دي، چې د بالیووډ ترټولو لویه ستونزه …