کورپاڼه / روغتيا / په ایشیدلو اوبو کې سپیغول واچوئ او په دې ډول خپل وزن کم کړئ
اوبه

په ایشیدلو اوبو کې سپیغول واچوئ او په دې ډول خپل وزن کم کړئ

نن سبا ګڼ شمېر خلک د وزن د ډېروالي یاهم د چاغښت له ستونزو سره مخامخ دي، نو ولې یوه داسې طریقه نه زده کوو، چې په کارولو یې د بدن اضافي وازده اوبه کېږي او بدن ته یې کوم تاوان هم نه رسېږي. ځکه چې موږ دوه داسې توکي سره ګډوو، چې هم طبیعي دي او هم په هر یو کور کې په اسانۍ سره موندل کېږي.

ددې لپاره به لومړی ګرمې اوبه راواخلئ، سړې اوبه ګټورې نه تمامېږي، بیابه ایشېدلې اوبه په یخچال کې یخې کړئ، وروسته له دې به یوه کاچوغه سپیغول ور واچوئ. د سپیغولو د ګټو په اړه ویل کېږي چې هضم ښه کوي، کولمې پاکوي او بدن ته ځواک ور په برخه کوي. د سپیغولو له ور اچولو وروسته به لږه اندازه شات ور ګډ کړئ، که چېرته شات نه وي پرته له شاتو یې هم استعمالولی شئ. کله چې ذکر شوي توکي ښه سره ګډ شول، ژر ژر یې وڅښئ، همداسې پرېښودل یې ښه نه وي.

ویل کېږي چې تیار شوی ترکیب باید له ډوډۍ څخه نیم ساعت دمخه وڅښل شي او وروپسې دې یوه پیاله اوبه استعمال شي، که اوبه ونه کارول شي نو ذکر شوی ترکیب خپله اغېزه نه شي ښېندلی. دغه راز ویل کېږي چې دغه ترکیب باید په ورځ کې یو ځل وکارول شي او هغه وخت باید وکارول شي، چې د ډوډۍ لپاره تیاری نیسو. یعنې کله چې سهار وختي ناشته کوي، نو له ناشتې څخه نیم ساعته دمخه یې څښلی شئ او که چېرته د غرمې ډوډۍ خورئ، نو نیم ساعت دمخه یې څښل، د لوږې احساس له منځه وړي او د کم خوراک لامل کېږي. بله خوا د بدن اضافي وازده اوبه کوي.

خو یاده دې وي چې تر شلو ورځو یې ډېر کارول ښه نه وي، که بیاهم استعمالول یې غواړئ، نو ترمنځ یې د لسو ورځو وقفه وکړئ او بیا یې استعمال کړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

آلوبخاره ویښتان له توییدو او له وخته مخکې له سپینېدو څخه ژغوري

آلوبخاره د خپل خوند په سبب په خوراکي توکو یاهم مېوو کې د ډېرو خلکو …