د پاکستاني مولانا عبدالزیز یوه ویډیو په ټولنیزو کې لاس په لاس کېږي، چې هغه پکې وايي، چې د چای او قهوې څښل جایز نه دي.
مولانا عبدالعزیز د اسلام اباد د سور جومات (لال مسجد) مشر دی، په خپله یوه ویډیو کې یې د چای او قهوې څښل ښه نه دي ګڼلي او وایي چې د دې څښل جایز نه دي.
په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې ویډیو کې مولانا عبدالعزیز وايي، چې ما په خپل یو بیان کې ویلي و، چې د چای او قهوې څښل جایز نه دي، نو ځینې کسانو زما په دې خبرو نیوکې کړې دي.
مولانا عبدالعزیز کی نئی ریسرچ میں چائے اور قہوہ پینا ناجائز قرار پایا ہے۔تمام مومنات و مومینین خبردار رہیں اورچائے قہوے جیسی “حرام “شے سے بچیں۔#اسلامی_کارنر pic.twitter.com/gPKHNIGHsP
— Zahida Rahim (@zahida_rahim) January 4, 2021
هغه مخکې وايي، زه له کلونو راهیسې په دې برخه کې کار کوم، په دې مې ډېر څه مطالعه کړي او دې نتیجې ته رسېدلی یم چې د چای او قهوې څښل جایز نه دي.
د مولانا عبدالعزیز د دې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې له خپرېدو وروسته پرې خلکو سختې نیوکې کړې دي.
د یادولو وړ ده چې پاکستاني ملایان وخت نا وخت داسې بیانونه ورکوي، چې نه یوازې د رسنیو سرټکي ګرځي، بلکې په ټولنیزو رسنیو کې هم د خلکو له نیوکو سره مخ کېږي.
تر دې مخکې مفتي عبدالقوي په یوه مرکه کې ویلي و، چې هغه څښاک کې چې د الکولو څلوېښت سلنه پکې حرام نه دي او خلک دې يې څښي. همدا راز هغه د عکسونو په اړه هم ویلي و، چې د عکسونو اخیستل حرام نه دي او ما له شل زرو زیات عکسونه اخیستي دي.