کورپاڼه / روغتيا / پر نوکانو د نیمې سپوږمۍ نښه ولې وي؟

پر نوکانو د نیمې سپوږمۍ نښه ولې وي؟

که چېرته د خپلو لاسونو او پښو د ګوتو نوکانو ته ځیر شو، نو په لاندینۍ برخه کې یې د نیمې سپوږمۍ په ډول نښه لېدل کېږي، چې په طب کې ورته lunula نوم اخیستل کېږي. ویل کېږي دغه برخه په بنسټیزه توګه د نوکانو په داخل کې د نسجونو برخه وي، چې د اعصابو په ګډون لمف او شیریانونه هم لري.

دغه راز هغه حجرې هم پکې جوړېږي، چې نوکان ته سختوالی ور بخښي. که څه هم دغه سپینه نښه په هر یو لاس او پښه کې وي، خو ځینې بیا داسې هم وي، چې ذکر شوې نښه پکې نه لېدل کېږي.

هغه نښه چې د ښې روغتیا ښکارندوینه کوي:

ویل کېږي هغه نښه چې د روغتیا د ښه والي په اړه راته معلومات راکوي عموماً سپینه وي، چې د نوک په لاندنۍ برخه مې ښکاره کېږي. که چېرته په ځیر وکتل شي نو د شهادت د ګوتې دغه سپینه د سپوږمۍ نښه، د ګوتمې د ګوتې پرتله وړه وي او په کوچنۍ کې بیا په سختۍ سره ښکاره کېږي.

که چېرته یې رنګ بدل وي؟

ډېر ځلې د نوک د ذکر شوی رنګ بدلون د ناروغۍ سبب کېدلی شي. یعنې که چېرته یې رنګ بدل و، ستونزه رامنځته کولی شي.

د نوک رنګ ولې بدلېږي؟

ویل کېږي چې د نوک د رنګ بدلون بې شمېره سببونه لري، یعنې کله چې د شکر اندازه پورته شي، د نوک د سپوږمۍ رنګ له سپین څخه ژېړ ته اوړي. دغه راز د فلورایډو ډېر استعمال یې رنګ خړ یاهم تور ته اړولی شي. بله خوا ویل کېږي چې د ګردو د ناروغۍ پرمهال د نوک سپینه برخه یاهم ټول نوک رنګ بدلوي.

که چېرته د نوک سپینه برخه وړه یاهم ورمه شي نو بیا؟

ویل کېږي چې د سپینې برخې ورک کېدل یا یې هم وړوکوالی د اندیښنې وړ نه وي، بلکې په عموم کې د نوک په بنسټیزه برخه کې پټېږي. ډېر لږ داسې د ځینو په سبب هم رامنځته کېدلی شي لکه د وینې کمښت، د غذایي توکو لږوالی او یاهم د ژور خپګان ناروغي.

دغه راز که چېرته د نوک سپینه برخه ورکه شي یاهم خپل رنګ له لاسه ورکړي او ګلابي رنګ اختیار کړي، نو د اندیښنۍ وړ نه ګڼل کېږي، خو که چېرته د نوکان د جوړښت له بدلون سره مو نورې نښې هم درلودې، نو په داسې حالاتو کې ډاکتر ته مراجعه کول اړین وي. دغه راز که چېرته د لاس او پښو رنګ مو شین یا نیلي شو، نو ډاکتر ته مراجعه کول ځکه ضروري وي، چې ذکره شوې نښه په وینه کې د اکسیجن د کمښت په پایله کې رامنځته کېدلی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …