کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / بیګ باش: نن د راشد او نبي لوبډلې مخامخېږي

بیګ باش: نن د راشد او نبي لوبډلې مخامخېږي

د بیګ باش تجارتي لیګ کې به نن د راشد خان او محمد نبي لوبډلې، اډیلیډ سټرایکرز او میلبورن رینیګاډز په لومړي ځل مخامخ شي.

دواړو لوبډلو تر دې مهاله اوه اوه لوبې ترسره کړې دي، خو په روان لیګ کې دا د دوی لومړی ځل دی چې یو بل سره مخ کېږي.

اډیلیډ سټرایکرز بیا تر میلبورن سټارز ښه ده، ځکه هغړی په ۷ لوبو کې ۳ بریاوې خپلې کړې دي، خو د میلبورن لوبډلې یوازې یوه لوبه ګټلې او په جدول کې تر ټولو وروسته ده.

د بیګ باش لیګ ۲۹مه لوبه نن د افغانستان په وخت ۱۲:۴۵ بجې په اډیلیډ کې د اډیلیډ سټرایکرز او میلبورن رینیګاډز لوبډلو ترمنځ پیلیږي.

راشد خان چې له ایډیلیډ سټرایکرز سره لوبېږي، تراوسه يې ښې لوبې کړې دي او په ۷ لوبو کې یې ۱۱ ویکټې ترلاسه کړې دي، خو محمد نبي بیا په توپوهنه کې ښه نه دی ځلېدلی او ځینو لوبه کې يې یو څه ښه توپوهنه ترسره کړې ده

نور احمد لکڼوال چې له میلبورن رینیګاډز لوبډلې سره لوبېږي، تراوسه پورې په دوه لوبو کې لوبېدلی دی او ړوه ویکټې يې ترلاسه کړې دي.

د یادولو وړ ده چې په بیګ باش تجارتي لیک کې تر دې مهاله پورې د سډني سیکسرز لوبډله تر ټولو ښه روانه ده چې د ۲۱ نومرو سره په جدول کې لومړی مقام لري.

دا هم ولولئ

موقت سرپرست چيرمين عزيز الله فضلي او کرکټ بورډ کې روانې ناندرې

د تېرې اګسټ مياشت په اته ويشتمې نېټې د ا ا ا د مشرانو له …