کورپاڼه / روغتيا / د مسالو یا مساله جاتو حیرانوونکې ګټې

د مسالو یا مساله جاتو حیرانوونکې ګټې

ویل کېږي چې له پېړیو څخه په خوراکي توکو یا خوړو کې په استعمالېدونکو توکو له څېړنو څخه معلومه شوې، چې مختلف ډوله مسالې د ناروغیو په مخنیوي کې ګټورې تمامېږي. د خوراکي او روغتیایي توکو کارپوهان وایي، که چېرته په خوړو کې په مناسبه توګه مسالې وکارول شي، نو ډېرې ګټورې وي او د روغتیا لپاره د درملو خاصیت لرلی شي.

دغه راز د وزن په کموالي، د ژور خپګان په له منځه وړلو، د کلیسټرولو په کمولو او د سرطان له ناروغۍ څخه مخنیوی کولی شي.

دارچیني:

دارچیني د خوړو د خوند لپاره استعمالېږي، چې بیا د وینې د فشار او د کلیسټرول د ناروغانو لپاره ګټور وي. دغه راز د هډوکو کمزوري له منځه وړي او د موسمي ناروغیو لپاره اغېزمن تمامېږي.

تور مرچ:

تور مرچ د مسالې له بنسټیزو توکو څخه دی، چې د کولمو د سرطان مخنیوی کوي، په نزله او زکام کې کموالی راولي، د زړه قوت ډېروي او د رسولۍ د سرطان پر وړاندې مقابله کوي.

هیل یا لاچي:

هیل یا لاچي له استعمال سره یې ټول اشنا یو، د خولې بد بوبي، ټوخی او ایټکۍ له منځه وړي، د ګردو تیږي ختموي او د وزن په کمولو کې ګټور تمامېږي.

توره او سپینه زیره:

د زیرې استعمال د معدې، کولمو او د سږو د ځواک سبب کېږي، ځیګر ته قوت ورکوي، بلغم لېرې کوي، د شکر ناروغانو ته د درملو خاصیت لري، د پوستکي اغېزې ختموي او د تازه والي احساس ورکوي.

توره دانه:

د تورې دانې استعمال د معدې او خېټې اړوند ناروغۍ، د کولمو درد، دماغي کمزوري او د فلج څخه د مخنیوی لپاره ګټور وي. دغه راز دفاعي سیستم ځواکمنوي او د حساسیت مخنیوی کوي.

بادیان:

بادیان په ځانګړي ډول له پلاو، قهوې او چایو سره یوځای استعمالېږي، چې وینه پاکوي، ایټکۍ له منځه وړي او د معدې سوخت ختموي.

لونګ:

د لونګو په استعمال سره د غاښونو او خېټې درد آرام مومي، د ساه اړوند ستونزې حلوي، ځوانکې له منځه وړي او میکروبونه وژلی شي.

شنه دڼیا:

د دڼیا استعمال د کولمو اړوند ستونزې حلوي، وینه ډېروي، د لوږې احساس رامنځته کوي او د عضلو د درد درملنه کوي. خو یاده دې وي چې د ذکر شوو توکو ډېر استعمال زیانمن تمامېږي، نو باید پخپلو کې ترې په مناسبه توګه استفاده وکړو.

دا هم ولولئ

له لوړ فشار څخه څه ډول ځان وژغورو؟ آسانه طریقه یې دلته ولولئ

په عام ډول د منځني عمر کسان د وینې له لوړ فشار سره مخ وي …