کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان او ايرلېنډ لوبې په عمان کې نه دوبۍ کې کېږي، د عمان ټکټونه په کرکټ بورډ تاوان شو
افغانستان لوبډله

د افغانستان او ايرلېنډ لوبې په عمان کې نه دوبۍ کې کېږي، د عمان ټکټونه په کرکټ بورډ تاوان شو

د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو ته د متحده عربي اماراتو وېزې ورکړل شوې او د اماراتو له لوري هلته د لوبو د ترسره کولو اجازه هم ورکړل شوه، خو د عمان ټکټونه په کرکټ بورډ تاوان شو.

د کرکټ بورډ د کمزوري او نامسلکي مديريت له امله کرکټ بورډ ډېر ناوخته په متحده عربي اماراتو کې اجازه ترلاسه او لوبغاړو ته وېزې واخيستې، چې اوس به د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ لوبې د عمان پر ځاى په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د کرکټ بورډ يوې سرچينې خپلواک وېبپاڼې ته وويل، چې کرکټ بورډ د عمان لپاره دوه طرفه ټکټونه، د لوبغاړو لپاره هوټل او نور هر څه اماده کړي و، خو اوس پرې دا هر څه تاوان شو.

يادې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط وويل، چې يو ټکټ په ١٣٨٠ امريکايي ډالر اخيستل شوى و، چې زرګونه ډالره تاوان کرکټ بورډ ته واوښت.

د يادولو وړ ده چې هند کې د کورونا له امله افغانستان هلته لوبې نه شي ترسره کولاى او متحده عربي اماراتو اجازه نه ورکوله، له دې امله کرکټ بورډ غوښتل چې په عمان کې د ايرلېنډ کوربه توب وکړي، خو د ايرلېنډ لوبډلې بيا عمان ته ورتګ نه غوښته.

د کرکټ بورډ مشران، عمومي رييس فرهان يوسفزى کرکټ بورډ ته بېخي ځي نه او هر څه يې نورو کسانو ته پرېښي دي، اجراييوي رييس رحمت الله قريشي بيا په ډېرو کوچنيو کارونو کې ځان مصروفه کړى دى او له هېڅ هېواد سره د کرکټ بورډ اړيکې په سمه توګه نه دي روانې، چې دا يې وروستۍ بېلګه ده.

که څه هم کرکټ بورډ تراوسه پورې په دې تړاو په رسمي ډول هېڅ نه دي ويلي، خو داسې ويل کېږي چې نن يا سبا لوبغاړي متحده عربي اماراتو ته لاړ شي.

د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې کرکټ بورډ ان عادي معلومات هم له رسنيو سره نه خپروي او نه يې هم په خپله وېبپاڼه يا فېسبوک کې خپروي.

دا هم ولولئ

اشرف غني او محمد نبي

اشرف غني له کپتان محمد نبي سره په ټیلیفون خبرې وکړې

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له بریا وروسته …