کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه ١٠ اپليکېشنونه چې په ٢٠٢٠ کال کې يې ډېره کاميابي ترلاسه کړه
ځيرک موبايلونه

هغه ١٠ اپليکېشنونه چې په ٢٠٢٠ کال کې يې ډېره کاميابي ترلاسه کړه

په ٢٠٢٠ کال کې کورونا ډېر څه ته تاوان ورساوه او ډېر خلک يې بېکاره کړل، په داسې وخت کې بيا لويو سوداګرو هم انلاين کارونو ته مخه کړه، خو په دې کال کې ځينې اپليکېشنونو ډېره کاميابي ترلاسه کړه او ډېره ګټه يې وکړه، چې په دې برخه کې د ١٠ اپليکېشنونو په اړه تاسې ته معلومات درکوو.

١-: زوم

دا اپليکېشن په ځانګړې ډول د انلاين غونډو، زده کړو يا د ناستو او ورته چارو لپاره جوړ شوى دى، د کورونا نه مخکې ډېرى خلک له دې اپليکېشن سره نابلده و، خو په ٢٠٢٠ کال کې هره ورځ دا اپليکېشن ٣٠٠ ميليونه کسانو کارولى دى.

٢-: ټک ټاک

٢٠٢٠ کال د ټک ټاک د پرمختګ کال هم و، په دې کال کې د ټک ټاک اپليکېشن تر ټولو زيات ډاونلوډ شوى او د خلکو له لوري کارول شوى دى. د کوچنيو ويډيوګانو خپرونکى دا اپليکېشن د جنورۍ د لومړۍ نېټې څخه بيا د دسمبر تر ١٧مې نېټې پورې په ټوله نړۍ کې ٩٦٠ ميليونه کسانو کارولى دى.

داسې ويل کېږي، چې په ٢٠٢١ کال کې به د ټک ټاک د مياشتيني فعالو کاروونکو شمېر ١.٢ ميليارده کسانو ته ورسېږي.

٣-: وټساپ

د پېغامونو لپاره کارېدونکي اپليکېشن وټساپ د ٢٠٢٠ کال تر فبرورۍ مياشتې پورې کاروونکي دوه ميلياردو ته ورسېدل، همدا راز د اکتوبر تر پاى پورې ١٠٠ ميليارده پېغامونه د وټساپ له لارې لېږل شوي و، چې د تېر کال په پرتله بېخي زيات کارول شوى دى.

٤-: انسټاګرام

په ټوله نړۍ کې ٢٥ ميليونه شرکتونه انسټاګرام د کاروبار لپاره کاروي، د انسټاګرام له لوري په دې کال کې ډېر نوي شيان هم زيات شول. همدا راز په دې کال کې نور ډېر داسې اپليکېشنونه هم جوړ شو، خو ناکامه شو. د ٢٠٢٠ کال کې انسټاګرام هم ډېر پرمختګ وکړ.

٥-: نېټ فليکس

د ګرځبندېز له امله په کورونو کې ناستو خلکو بيا د نېټ فليکس وېبپاڼه يا اپليکېشن هم ډېر زيات وکارول. د فلمونو لپاره مشهور د دې وېبپاڼې او اپليکېشن کاروونکي په ٢٠٢٠ کال کې بېخي زيات شو او تېر کال د پنځم او شپږم دسمبر پر مهال دا اپليکېشن ٣.٦ ميليونه کسانو ډاونلوډ کړى دى.

٦-: ټيمز

د مايکروسافټ له لوري د ويډيويي زنګونو لپاره جوړ شوي اپليکېشن ټيمز هم د خلکو پام ځانته راواړاوه. دا اپليکېشن په ٢٠٢٠ کال کې ډېر کارول شوى دى او ويل کېږي چې د ٢٠٢٠ کال د مارچ مياشتې پورې هره ورځ دې اپليکېشن ته ٤٥ ميليونه کاروونکي راتلل او تر اپريل پورې د دې شمېر بيا ٧٥ ميليونو ته ورسېد.

٧-: ګوګل ميټ

د ټيمز په څېر ګوګل ميټ هم په ٢٠٢٠ کال کې ډېر پرمختګ وکړ. يوازې د ګوګل پلى سټور څخه دا اپليکېشن تر ١٠٠ ميليونه ځلې زيات ډاونلوډ شوى دى او همدا راز له نورو ځايونو هم ډاونلوډ شوى دى.

٨-: ګوګل کلاس روم

د ښوونځيو له بندېدو وروسته د ګوګل کلاس روم په مرسته ماشومانو ته د زده کړو ورکول پيل شو، د نورو اپليکېشنونو په څېر دا اپليکېشن هم د انلاين زده کړو لپاره ډېر کارول شوى دى. اوس په پلى سټور کې د ګوګل کلاس روم تر ١٠٠ ميليونو زيات ځلې ډاونلوډ شوى دى.

٩-: يوټيوب

په ٢٠٢٠ کال کې د يوټيوب د هرې مياشتې ليدونکي تر ٢ ميلياردو څخه زيات و، هره ورځ په دې وېبپاڼه او اپليکېشن کې تر يو ميليارد زيات ساعتونه ويډيوګانې کتل شوې دي. په يو راپور کې ويل شوي دي چې ٧٠ سلنه کسان يوټيوب د اپليکېشن له لارې کاروي.

١٠-: ډزني پلس

د نېټ فليکس په څېر د فلمونو دا وېبپاڼه او اپليکېشن هم په ٢٠٢٠ کال کې خلکو ډېر کتلى دى. ډزني پلس چې په ٢٠١٩ کال کې د نومبر په مياشت کې يې پيل وکړ، تراوسه پورې له ٨٦ ميليونو څخه زيات کاروونکي لري.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …