کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ ته د پاکستاني ډاکټر د بيا راوستلو هڅې او له هندي ډاکټر سره څه ډول معامله شوې؟
عظيم ملک

کرکټ بورډ ته د پاکستاني ډاکټر د بيا راوستلو هڅې او له هندي ډاکټر سره څه ډول معامله شوې؟

د افغانستان کرکټ بورډ د خپل تاريخ په تر ټولو بد وخت کې قرار لري، په داسې وخت کې چې د ايرلېنډ او افغانستان ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو ته څو ورځې پاتې دي، خو تراوسه پورې هر څه له نامعلوم برخليک سره مخ دي او کرکټ بورډ په رسمي بڼه هېڅ هم نه دي ويلي.

په داسې وخت کې يو تازه خبر دا دى، چې هغه پاکستانى ډاکټر يا فيزيو چې د افغان ملي لوبډلې سره له يوې لسيزې ډېر وخت پاتې شوى دى، يو ځل بيا ملي لوبډلې ته د راوستلو هڅې روانې دي.

عظيم ملک چې په ٢٠١٩ کال کې د وخت د کرکټ بورډ مشرتابه له لوري له دندې ليرې شو او په ځاى يې يو افغان وټاکل شو، اوس ځينې لوبغاړي بېرته د عظيم ملک د راوستلو په هڅو کې لګيا دي.

بلخوا ملي لوبډلې سره د عمان يا متحده عربي اماراتو د سفر لپاره د يوه هندي ډاکټر پرشانت سره خبره شوې وه، خو يوې سرچينې خپلواک وېبپاڼې ته وويل، چې په نيمايي ورسره معامله شوې وه.

دغه سرچينه چې د نوم نه اخيستو په شرط يې وويل، چې د پرشانت سره د کرکټ بورډ ځينو کسانو په دې شرط معامله کړې وه، چې هر څومره پېسې ورکړل شي، نيمايي به دوى ته بېرته ورکوي.

د ځينو سرچينو په وينا، له هندي ډاکټر پرشانت سره په شاوخوا پنځه زره ډالر باندې خبره شوې وه، خو په ورته وخت کې بېرته د ملي لوبډلې ځينې لوبغاړي د عظيم ملک بېرته راوستلو هڅه کوي.

که څه هم خپلواک وېبپاڼې ته يادې سرچينې د هغه لوبغاړو نومونه هم په ډاګه کړل، چې د عظيم ملک د بيا راوستلو هڅې کوي، خو موږ يې دلته له نومونو اخيستلو ډډه کوو.

په عظيم ملک په بېلا بېلو وختونو کې تورونه پورې شوي دي، چې د لوبغاړو ډېر رازونه ورسره دي او له همدې امله لوبغاړي هم غواړي چې بېرته دا سړى مقرر کړي.

عظيم ملک په شپږيزه کرکټ ليګ کې هم د يوې لوبډلې سره و.

دا هر څه په داسې حال کې روان دي، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى په خپل شخصي کاروبار کې مصروفه دى او کرکټ بورډ کې نه ليدل کېږي، همدا راز رحمت الله قريشي هم يوازې د نوم تر حده ليدل کېږي او په ډېرو کوچنيو کارونو کې يې ځان مصروفه کړى دى.

بلخوا يوې سرچينې خپلواک وېبپاڼې ته دا هم وويل، چې په کرکټ بورډ کې ګروپونه جوړ شوي دي او د کار پر ځاى ټوله ورځ د يو بل د پښو وهلو هڅې کېږي.

دغه سرچينې وويل، چې تر ټولو مخکښ او زورور ګروپ بيا د فرهان يوسفزي له لوري د راوستل شوو کسانو دى، چې دوى غواړي هر څه ترلاسه کړي.

سرچينه زياتوي، چې هغه کسان چې په کرکټ پوهېدل او واقعاً يې د کرکټ لپاره کار کاوه، په نورو ځايونو کې ځان ته دندې ګوري او له کرکټ بورډ څخه روان دي. لامل يې يوازې او يوازې د کرکټ بورډ نامسلکي کسانو لاس ته ورتلل دي.

Loading...

دا هم ولولئ

ايا له اصغر افغان وروسته ګلبدين نايب هم دويم واده کوي؟ ځواب يې دلته ولولئ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان څه وخت مخکې د دويم ځل لپاره …