کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ سيالۍ په ټاکلې نېټه نه ترسره کېږي
افغانستان او ايرلېنډ

د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ سيالۍ په ټاکلې نېټه نه ترسره کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي ډول ومنله، چې د متحده عربي اماراتو له لوري د وېزو د نه ورکړې له امله دوى غوښتل چې په عمان کې د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ سيالۍ ترسره کړي، خو تېره شپه د متحده عربي اماراتو له لوري وېزې ورکړل شوې دي او نن به ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته لاړه شي.

د ځينو سرچينو په وېنا، افغانستان دې ته لېواله و چې په عمان کې سيالۍ ترسره شي، خو د ايرلېنډ لوبډلې عمان ته له ورتګ څخه انکار کړى و.

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي دي، چې د يو شمېر ستونزو له امله به د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ سيالۍ په ټاکلې نېټه ترسره نه شي، بلکې د روانې مياشتې په وروستۍ لسيزه کې به ترسره شي.

خو کرکټ بورډ دقيقې نېټې لا هم نه دي اعلان کړي.

تر دې مخکې ويل شوي و، چې د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ درې نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ د جنورۍ په ١٨مه نېټه پيلېدونکې وه.

د يادولو وړ ده، چې نن سهار خپلواک وېبپاڼې ته د کرکټ بورډ يوې سرچينې ويلي و، چې ملي لوبډله د عمان پر ځاى متحده عربي اماراتو ته ځي، په داسې حال کې چې د عمان لپاره دوه طرفه ټکټونه اخيستل شوي و او نور هر څه هم چمتو شوي و، خو ايرلېنډ په عمان کې له لوبېدو انکار وکړ او له همدې امله کرکټ بورډ دې ته مجبوره شو، چې هر څنګه کېږي، د متحده عربي اماراتو وېزې ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …