د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي يو ځل بيا په پاکستاني توپ اچونکو سختې نيوکې کړې دي او وايي، چې دوى چې په دې ټېسټ لوبه کې څه ډول توپ اچونه کړې ده، د پاکستان په تاريخ کې داسې کمزورې توپ اچونه نه ده ترسره شوې.
د پاکستان او نيوزيلېنډ ترمنځ دويمه ټېسټ لوبه د جنورۍ په ٣مه نېټه پيل شوې ده، چې پاکستان لومړى ٢٩٧ منډې وکړې او په ځواب کې يې نيوزيلېنډ د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٦٥٩ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ختمه کړه.
شعېب اختر د پاکستان د توپ اچونې يو سکرين شاټ په خپله ټويټرپاڼه کې خپور کړى دى، چې پکې د ټولو توپ اچونکو د منډو څخه سره کرښه تاوه شوې ده.
توبہ توبہ۔۔۔۔کیا اس طرح باولنگ ہوتی ہے۔۔۔۔۔پاکستان کرکٹ تاریخ کی انتہائی نچلی سطح پر 😷 pic.twitter.com/PvD0Fkr8AI
— Shoaib Akhtar (@shoaib100mph) January 5, 2021
شعېب اختر له دې سکرين شاټ سره ليکلي دي: ((توبه توبه… ايا دا ډول توپ اچونه کېږي… د پاکستان کرکټ په تاريخ کې دومره کمزورې توپوهنه نه ده شوې.))
د توپ اچونې په برخه کې شاهين شاه اپريدي ١٠١، محمد عباس ٩٨، نسيم شاه ١٤١، فهيم اشرف ١٠٦ او ظفر ګوهر بيا ١٥٩ منډې ورکړې دي.
خو بل لوري ته بيا په ټويټر کې يو شمېر کسانو په شعېب اختر هم نيوکې کړې دي او هغه ته يې د هغه ځينې لوبې وريادې کړې دي، چې هغه پکې کمزورې توپ اچونه ترسره کړې وه.