د پاکستان سوپر ليګ راتلونکي پړاو سياليو ته د افغانستان درې مخکښو لوبغاړو، راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان هم نومليکنه کړې ده.
د پاکستان سوپر ليګ د شپږم پړاو سياليو لپاره د جنورۍ په ١٠مه نېټه د ډرافټ مراسم ترسره کېږي.
د پاکستان سوپر ليګ په خپله وېبپاڼه او ټويټر کې د هغه بهرنيو لوبغاړو نوملړ خپور کړى دى، چې د پاکستان سوپر ليګ ته يې په پلاټينيم کټګورۍ کې نومليکنه کړې ده.
✨Platinum Pachees ✨
The six franchises will now be making key trade and retention decisions before the #HBLPSLDraft, with each team allowed a maximum of eight retentions ahead of the Draft.
Who are your top picks from the Platinum Players roster? #HBLPSL pic.twitter.com/aQXaZOVwwx
— PakistanSuperLeague (@thePSLt20) January 5, 2021
د ډرافټ سياليو ته د پلاټينيم کټګورۍ کې د نورو لوبغاړو ترڅنګ راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان هم نومليکنه کړې ده او راتلونکي پړاو سياليو ته يې خپل شتون تاييد کړى دى.
د پلاټينيم کټګورۍ ته له دوى پرته لينډل سيمونس، کارلوس بريتويټ، کريس ګيل، ايون ليويس، ډواين براوو، کريس جورډن، اليکس هيلز، معين علي، ډيويډ ملن، ټام بنټون، کولين انګرام، عمران طاهر، ريلي روسو، ډيويډ ملر، راسي ون در دوسين، ډيل سټين، مورن مورکل، کريس لين، تيسارا پريرا، ايسورو ادانا، مستفيظ الرحمان او سنديپ لاميچين هم نومليکنه کړې ده.
په پلاټينيم کټګورۍ کې ٢٥ بهرني لوبغاړو د راتلونکي پاکستان سوپر ليګ ته نومليکنه کړې ده، چې د ډرافټ مراسم به د جنورۍ په ١٠مه نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې د ٦ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر ليګ تېر پړاو ته هم محمد نبي، مجيب الرحمان، راشد خان، قېس احمد، نجيب الله ځدراڼ، رحمان الله ګربز، ظاهر خان، ګلبدين نايب، وقار سلامخېل، محمد شهزاد او حضرت الله ځاځي نومليکنه کړې وه، خو په ډرافټ کې بيا هېڅ لوبغاړى هم کومې لوبډلې نه و اخيستى.