کورپاڼه / روغتيا / د پټکري (خورۍ) د روغتیا او ښکلا اړوند حیرانوونکې ګټې

د پټکري (خورۍ) د روغتیا او ښکلا اړوند حیرانوونکې ګټې

پټکری یا خورۍ یاهم زنځ چې له بازار څخه په ډېرې آسانۍ لاسته راځي، د روغتیا او ښکلا لپاره ګڼ شمېر حیرانوونکې ګټې لري. ویل کېږي چې پټکری په ډېر کورونو کې د اوبو د پاکولو لپاره استعمالېږي، چې علت یې د پټکري میکروب ضد خاصیت دی. دا چې ډېری میرمنې خپل مخ او ویښتانو ته ځورېږي او د ستونزو د حل لپاره بېلابېل توکي استعمالوي، د دوی د ستونزو حل د پټکري په کارولو کې دی، یعنې پټکری اضافي ویښتان له منځه وړي، داغونه له منځه وړي او د ګونځو د ختمولو لپاره ډېر ګټور وي.

د مخ اضافي ویښتان پاکوي:

که چېرته ښځې د غټو او تورو ویښتانو څخه ځان خلاصول غواړي، نو هره ورځ دې میده کړی پتکړی له اوبو سره یو ځای کوي او بیا دې د مالوچو په مرسته پر مخ ووهي. دا کار دې په اوونۍ کې درې ځلې تکرار کړي، اضافي ویښتان به یې کم شي.

د دانو څخه د ژغورلو لپاره:

ددې لپاره چې له دانو څخه وژغورل شو، میده کړی پټکری به راواخلو له اوبو سره به یې یوځای کړو او پر دانو به یې کېږي، وروسته له څو دقیقو به یې ووینځو. دا کار تقریباً هره ورځ تکرار کړئ، خو که چېرته مو د سوخت احساس وکړو، سمدستي یې ووینځئ او بیا دغه کړنه مه تکراروئ.

د ګونځو لپاره:

که غواړئ چې د مخ ګونځي له منځه سوسئ، د پټکري وړه ټوټه لنده کړئ او کرار کرار یې پر مخ ووهئ، وروسته له دې یې د ګلابو پر اوبو ووینځئ او کریم استعمال کړئ.

د سپور والي لپاره:

د ژمي په موسم کې د سر په سپوروالی تقریباً هر دویم کس اخته وي، نو ددې لپاره له شامپو سره، لږه غوندې پټکری او مالګه ګډه او سر پرې ووینځئ.

د چاودېدلو پوندو لپاره:

لږ غوندې پټکری راواخلئ او په تبۍ یې دومره ګرم کړئ، چې ویلي شي، بیا د کوپرې تېل ور ګډ کړئ او پر پوندو یې ووهئ.

د خولې بد بویي له منځه وړي:

هغه کسان چې ډېر خوله کېږي یاهم د خولې له بد بویۍ سره مخ وي، د لامبلو پر وخت دې پټکری استعمال کړي.

د زخمونو لپاره:

لږه اندازه پټکری راواخلئ او په ګرمو اوبو کې یې واچوئ او بیا پرې خپل زخمونه ووینځئ.

Loading...

دا هم ولولئ

نخود

چولې چې د غذایي موادو لرونکې وي، حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

د چولو په جوړښت کې د پروټینو او فایبرو شتون کالوري او لوږه برابره ساتي …