د هندي سينما مشهوره هنرمنده دپيکا پاډوکون نن د ٣٥ کلونو شوه، هغې ته نه يوازې دا چې د هندي سينما مشهورو هنرمندانو د کليزې مبارکي ورکړې ده، بلکې د هغې مينه والو هم په ټولنيزو رسنيو کې د کليزې مبارکي ورته ويلې.
دپيکا پاډوکون د هندي سينما له هغه ښځينه هنرمندانو څخه ګڼل کېږي، چې په فلمونو کې د کار کولو په بدل کې ډېرې زياتې پېسې اخلي، همدا راز هغه چې څه لري، هم ډېر ګرانبيه دي.
ګرانبيه موټر
د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، دپيکا پاډوکون ايس ٥٠٠ مرسډيز موټر لري، چې د دې موټر بيه ١٩.٤ ميليونه هندي کلدارې ده، همدا راز د ټېکس وغېره ورکولو وروسته د دې بيه ٣٠ ميليونه هندي کلدارو ته رسېږي.
طلا
د دپيکا پاډوکون سره طلا او نور ورته شيان هم ډېر ګرانبيه دي. د هغې يوه ګوتمه چې د کوژدې پر مهال يې په ګوته کړې وه، ٢٠ ميليونه هندي کلدارې بيه لري.
همدا راز د لاس يو بنګړى، چې ډېر يې په لاس کوي، ٤٠٠ زره هندي کلدارې بيه لري. د دې تر څنګ هغه د الماسو يو امېل هم لري، چې ګرانبيه دى.
د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، دپيکا پاډوکون په ٢٠١٠ کال کې د ٣٣ پوړونو په يو تعمير کې په ٢٦م پوړ کې يو اپارتمان اخيستى دى، چې ١٦٠ ميليونه هندي کلدارې بيه لري.
ګرانبيه بېګونه
دپيکا پاډوکون چې کوم برانډ بېګونه لري، هغه هم ډېر ګرانبيه دي. د نوموړې سره د هرمس برکن بېګ دى، چې ٨٠٠ زره هندي کلدارې بيه لري، همدا راز د چينل ډيوويل ټوټ يو بېګ هم لري چې ٢٩٠ زره هندي کلدارې بيه يې ده.