کورپاڼه / جالب / ښځې د ١٥ ميليونه روپيو په بدل کې خاوند ته د بل واده اجازه ورکړه
ښځه او خاوند

ښځې د ١٥ ميليونه روپيو په بدل کې خاوند ته د بل واده اجازه ورکړه

په هند کې يوه ښځه د ١٥ ميليونه روپيو په بدل کې دې ته راضي شوه، چې خپل خاوند ته يې د هغې د خوښې نجلۍ سره د واده کولو اجازه ورکړه.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د مدهيه پردېش د بوپال ولسوالۍ اوسېدونکې ښځې د خپل خاوند څخه د ١٥ ميليونه روپيو اخيستو وروسته طلاق ورکړ.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د دغه ښځې لور د بوپال محکمې ته عريضه کړې وه، چې پلار يې د دفتر له يوې نجلۍ سره اړيکې لري او له دې امله د هغې د مور و پلار ترمنځ په کور کې جنګونه شروع شوي دي، چې د دوى په زده کړو يې هم اغېز کړى دى.

د نجلۍ له عريضې وروسته محکمې دواړه ښځه او خاوند محکمې ته وغوښتل.

په راپور کې ويل شوي دي، چې سړي له ځانه د مشرې ښځې سره واده کړى و او غوښتل يې چې هغه پرېږدي او د خپلې يوې بلې ملګرې سره واده وکړي او نوى ژوند پيل کړي، خو ښځه يې طلاق ته نه راضي کېده، خو په محکمه کې بيا د دواړو ترمنځ د طلاق لپاره تړون وشو.

په راپور کې زياته شوې، ښځه په دې شرط طلاق ته راضي شوه، چې خاوند به ورته يو اپارتمان ورکوي او همدا راز ٢.٧ ميليونه روپۍ نغدې به هم ورکوي.

په راپور کې ويل شوي، د ډېرو کلونو له واده وروسته ښځې نه غوښتل چې خاوند نه طلاق واخلي، خو يوازې په دې شرط راضي شوه، چې د هغې د لوڼو راتلونکى ژوند خوندي شي او له دې امله يې د خاوند څخه د شاوخوا ١٥ ميليونه روپيو اپارتمان او نغدې روپۍ واخيستې.

Loading...

دا هم ولولئ

میرمنې ولې خپلې پوزې او غوږونه سوري کوي، ګټې یې کومې دي؟

په ختیځو هیوادونو د ښځو پوزې او غوږونه سوري کول یو ډېر لرغونی دود یا …