کورپاڼه / بېلا بېل / د ډېر پخواني ښامار پاتې شوني موندل شوي، آیا دا به د نړۍ لومړنی ښامار وي؟

د ډېر پخواني ښامار پاتې شوني موندل شوي، آیا دا به د نړۍ لومړنی ښامار وي؟

د برازیل او جرمني د ساینسپوهانو یوې ګډې ډلې فرانکفورت ته نږدې د ( میسل پټ) په سیمه کې د ښامار (اژدها) ۴۷ میلونه کاله پخواني فوسلونه موندلي دي، چې د ښامار ډېر پخواني پاتې شوني یې ګڼلی شو. یاده دې وي چې ښاماران د هغو مارانو له ډلو څخه دي، چې د زهرو نه درلودونکي دي، خو کله چې له خپل ښکار سره مخ شي، نو په ډېر قوت یې تاووي او په همدې ډول یې له منځه وړي.

له دې څخه دمخه د ښامار پخواني فوسلونه په ختیځه اسټرلیا کې موندلي شوي ول، چې تقریباً 5.5 میلونه کاله پخواني ول، خو اوسني یې بیا د پخوانیو په پرتله شاوخوا نهه ځلې ډېر پخوانی دی، چې ور ځني په واضحه توګه معلومېږي، چې د ښامارانو د ارتقاء او شتون په اړه زموږ معلومات نیمګړی ول.

د ذکر شوې موندنې څخه معلومېږي، د ښامار په اړه نه یوازې دا چې زموږ معلومات لږ ول، بلکې له دې څخه دا معلومات هم لاسته راځي، چې لومړنی ښار په اروپا کې را څرګند شوی دی. ډاکتر حسام ظاهر چې د برازیل په ساو پالو پوهنتون کې استاد او د څېړنې له ګډون والو څخه دي، وایي چې د پورتنۍ څېړنې مکمل راپور په Biology Letters څېړنېزه مجله کې خپره شوې ده.

ویل کېږي د ښامار دغه فوسلونه ته یې (Messelopython freyi) نوم ور کړی، چې اوږدوالي تر ۶ فوټو ډېر دی. ساینسپوهان وایي، که څه هم دغه فوسلونه ډېر پخواني دي، خو لا تر اوسه پورې نه ده معلومه شوې، چې لومړنی ښامار به کله او چېرته پیدا شوي وي.

دغه راز ویل کېږي د میسل پټ له سیمې یې د مارانو ځنې له منځه تللي ډولونه هم لاسته راغلي، چې د (Boa) له کورنۍ څخه ګڼل کېږي. ویل کېږي چې د مارانو دغه فوسلونه هم ۴۷ میلونه کاله پخواني دي او دا ترې په څرګنده توګه معلومېږي، چې ښامارانو او بوا یو له بل سره نږدې اړیکې درلودې، خو پوښتنه داده چې دغه اړیکې څه ډول وې؟ آیا د دوی ترمنځ جګړې وې کنه نه نو د اړیکو اصول یې کوم ول؟ دا او دې ورته ځینې نورې پوښتنې شتون لري، چې ځوابونه یې له ساینسپوهانو او لرغون پوهانو سره نشته. خو له دې وړاندې ساینسپوهانو ویلي ول، چې له نن څخه په میلونونه کاله دمخه د ښامارانو او بوا یو له بل سره دښمني وه، چې کله به موقع په لاس ورغله، یو پر بل به یې حملې کولې.

دا هم ولولئ

په لرغوني مصر کې به جسد څه ډول مومیایي کېده؟

هسې خو په نړۍ کې داسې ډېر اشخاص شته، چې هغوی تر اوسه پورې د …