د نیوزیلېنډ لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته ستره شرموونکې ماتې ورکړه، چچې د یوې پاڼۍ او ۱۷۶ منډو په ستر توپیر يې ترې لوبه وګټله او د شل اوریزو لوبو د لړۍ وروسته يې د ټېسټ لوبو لړۍ هم وګټله
په دې لوبه کې پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۹۷ منډې کړې وې، چې نیوزیلېنډ بیا په لومړۍ پاڼۍ کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۶۵۹ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ډیکلیر کړه.
پاکستان په دویمه پاڼۍ کې په ۱۸۶ منډو وسوځېده او د نیوزیلېنډ د یوې پاڼۍ منډې يې هم پوره نه کړای شوې، چې د یوې پاڼۍ او ۱۷۶ منډو په ستر توپیر يې ماتې وخوړه.
په دویمه پاڼۍ کې کیلي جیمیسون ښه توپ اچونه ترسره کړه او ۶ لوبغاړي يې وسوځول او ټرینټ بولټ ۳ ویکټې واخیستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه کیلي جیمیسون ته ورکړل شوه او د لوبلړۍ د غغوره لوبغاړي جایزه بیا کین ویلیمسن ترلاسه کړه.
د یادولو وړ ده چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هم نیوزیلېنډ په ستر توپیر پاکستان ته ماتې ورکړې وه او په دویمه لوبه کې يې هم ماتې ورکړه چې د دوه ټېسټ لوبو لړۍ يې وګټله.
نیوزيلېنډ پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د ای سي سي ټېسټ درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.
تر دې مخکې نیوزیلېنډ د ۳ نړیوالو شل اوریزو لوبوو لړۍ کې هم نیوزیلېنډ د ۲-۱ سره پاکستان ته ماتې ورکړې وه.