کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان او ايرلېنډ د لوبو نوې نېټې اعلان شوې
افغانستان او ايرلېنډ (2)

د افغانستان او ايرلېنډ د لوبو نوې نېټې اعلان شوې

د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ چې مخکې د روانې جنورۍ مياشتې په ١٨مه نېټه پيلېدونکې وې، اوس به د جنورۍ په ٢١مه نېټه پيل شي.

پرون ورځ کرکټ بورډ خبر ورکړى و، چې د يو شمېر ستونزو له امله به د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ په ټاکلو نېټو ترسره نه شي او په وروستۍ لسيزه کې به ترسره شي.

تازه کرکټ بورډ د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبو نېټې اعلان کړې دي.

د دوى په وينا، د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ لومړۍ لوبه به د جنورۍ په ٢١مه، دويمه په ٢٤مه او دريمه په ٢٦مه نېټه ترسره شي. دا سيالۍ د متحده عربي اماراتو د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.


د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ غوښتل، چې د افغانستان په کوربه توب دا سيالۍ په عمان کې ترسره کړي او تر ټکټونو پورې هر څه يې اخيستي و، خو ايرلېنډ عمان ته له تګ څخه انکار وکړ.

د کرکټ بورډ ځينو سرچينو ويلي و، چې د متحده عربي اماراتو له لوري افغان لوبغاړو ته وېزې نه ورکول کېږي او له همدې امله په عمان کې دا لوبې ترسره کېږي، خو کله چې ايرلېنډ په عمان کې له لوبو ترسره کولو څخه انکار وکړ، نو کرکټ بورډ لوبغاړو ته د متحده عربي اماراتو وېزې ترلاسه او پرون لوبډله متحده عربي اماراتو ته لاړه.

دا هم ولولئ

آیا په نړیوال جام د ځینو لوبغاړو له په زړه پورو نومونه سره اشنا یاست؟

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې سږ کال په متحده عربي اماراتو او عمان کې …