کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ډيل د نويو لېپټاپونو مشخصات او بيې
ډيل لېپټاپ

د ډيل د نويو لېپټاپونو مشخصات او بيې

د نړۍ تر ټولو ستر د ټېکنالوژۍ ننداره راتلونکې اونۍ په لومړي ځل په انلاين بڼه پيلېږي، خو تر دې مخکې د ټېکنالوژۍ مشهور شرکت ډيل د دوه نويو لېپټاپونو په اړه معلومات خپاره کړي دي، چې يو ته يې د لاټاټيوډ ٩٤٢٠ او بل ته يې د ٩٥٢٠ نومونه ورکړي دي.

په دې لېپټاپونو کې د انټيل نوى ١١ جنريشن وي پرو چپ لګېدلى دى، همدا راز ځينې نور فيچرونه هم پکې زيات شوي دي.

په دې کې د اتومات وېب کېم يا کمرې سيسټم هم فعال شوى دى، يعنې هغه وخت به دا د کمرې استعمال بندوي، کله چې کاروونکى دا نه استعمالوي.

دا نوې زياتونه په ٢٠٢٠ کال کې د ويډيو کنفرانسونو زياتېدو ته په کتو شوې ده.

دا وېب کېم شټر په اتومات ډول په حرکت کې راځي، همدا راز يو کس يې په خپله هم بندولى شي.

شرکت وايي، کوم کسان چې د وېب کېم يا د لېپټاپ د کېمرې په اړه امنيتي اندېښنې لري، دا فيچر د هغوى لپاره ډېر ګټور دى.

د لاټاټيوډ ٩٤٢٠ لېپټاپ انټيل کور اى ٧ موډل دى، چې د انټيل نوي چپونه هم پکې لګول شوي دي.

دا لېپټاپ ١٤ انچه شيشه لري، چې ٣٢ جي بي پورې رېم او تر يو ټي بي (١٠٠٠ جي بي) پورې حافظه يا سټوريج پکې ورکړل شوى دى.

دا لېپټاپ په فور جي ايل ټي اي او ٥ جي باندې هم کار کولى شي، چې د دې لپاره پکې نوې زياتونې شوې دي.

بل لېپټاپ لاټاټيوډ ٩٥٢٠ دى، چې سکرين يا شيشه يې ١٥.٦ انچه ده او نور فيچرونه يې د تېر موډل په څېر دي.

د لاټاټيوډ ٩٤٢٠ بيه ١٩٤٩ امريکايي ډالر ده، خو د ٩٥٢٠ بيه تراوسه پورې نه ده اعلان شوې.

ډيل همدا راز د لاټاټيوډ ٧٠٠٠ او ٥٠٠٠ لېپټاپونه هم اپډېټ کړي دي.

د ٧٠٠٠ لړۍ نوى موډل لاټاټيوډ ٧٥٢٠ يې هم وړاندې کړى دى، چې ١٥.٦ انچه ډسپلى يا سکرين پکې لګېدلى دى. د دې لړۍ درې لېپټاپونه ٧٥٢٠، ٧٤٢٠ او ٧٣٢٠ وړاندې کېږي، چې د انټيل د ١١ جنريشن وي پروپس پکې لګېدلي دي او تر ٣٢ جي بي رېم لري.

شرکت وايي، چې د دې لېپټاپونو د کمرې او غږيز معيار يې هم ښه کړى دى. خو دا لېپټاپونه ٥ جي بي کې کار نه کوي او يوازې ايل ټي اي باندې کار کوي.

همدا راز د ٥٠٠٠ لړۍ ٣ نور لېپټاپونه هم وړاندې کېږي، چې پکې ٥٣٢٠، ٥٤٢٠ او ٥٥٢٠ شامل دي، په دې کې هم د ١١ جنريشن وي پرو چپونه لګېدلي دي.

د لاټاټيوډ ٥٠٠٠ لړۍ لېپټاپونه به د جنورۍ په ١٢مه نېټه بازار ته وړاندې شي، همدا راز د لاټاټيوډ ٧٠٠٠ لړۍ لېپټاپونه به د مارچ مياشتې په اخر کې بازار ته وړاندې شي چې ٩٩٩ امريکايي ډالر بيه ورته ټاکل شوې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

فضايي هوټل ١

په فضا کې جوړېدونکى لومړنى هوټل به څه ډول وي؟

په فضا کې جوړېدونکى لومړنى هوټل (سپېس هوټل) به په ٢٠٢٥ کال کې بشپړ شي …