کورپاڼه / روغتيا / ددې لپاره چې ښه او صحت مند ژوند ولرئ، د شاتو استعمال اړین کړئ

ددې لپاره چې ښه او صحت مند ژوند ولرئ، د شاتو استعمال اړین کړئ

ویل کېږي چې شات له پېړیو راهیسې د درملو په توګه استعمالېږي، چې په منظمه توګه یې کارول ډېرې زیاتې روغتیایي ګټې لري. دغه راز د ګڼو ساینسي څېړنو له مخې هم ثابته شوې چې شات د روغتیا لپاره څومره اغېزمن دي. بله خوا ویل کېږي چې شات له غوره انټي اکسایدو څخه دي، چې په همدې موخه یې د استعمال ډېره لارښوونه کېږي. شات عموم د پوستکي د ښکلا او نورو روغتیایي ګټو لپاره کارول کېږي، چې د روغتیایي کارپوهانو لخوا یې په نهاره د خوړلو لارښوونه کېږي. نو راځئ چې نن د شاتو ځینې ګټې ولولو.

د ژمي د موسم له ناروغیو مو ژغوري:

ددې لپاره چې له نزلې، زکام، ټوخي او د ساه له ستونزو وژغورل شو، هره ورځ سهار له ګرمو اوبو سره، شات او لېمو یوځای وکاروئ. ویل کېږي چې په نهاره د شاتو، لېمو او ګرمو استعمال مو له نزلې او زکام څخه ژغوري او د بدن اضافي وازده مو اوبه کوي.

له کمزورۍ څخه مخنیوی کوي:

ډېری کسان داسې وي چې کله سهار پاڅېږي، چای وڅښي، خو بیاهم ټوله ورځ یې ګډه وډه وي او یو ډول فشار ورباندې وي. ددې لپاره چې له ځان څخه دغه ډول فشار لېرې کړو، نو د چایو پرځای به په نهاره شات او لېمو استعمال کړو.

د هضم په سیستم کې ښه والی رامنځته کوي:

په نهاره سره د شاتو او لېمو په استعمال سره د هضم په سیستم کې ښه والی راولي، قبض ختموي او د ګیس له ستونزې مو خلاصوي.

د پوستکي د ښکلا لپاره:

ویل کېږي چې شات د انټي اکسایدو ځانګړتیاوې لري، چې په استعمال سره یې له بدن څخه زهرجن توکي خارجېږي، چې بیا د وینې د پاکوالي، د میکروبونو د له منځه وړلو او د پوستکي د ښکلي کېدلو سبب کېږي.

د کلیسټرولو کچه کموي:

ویل کېږي چې د شاتو په جوړښت کې کلیسټرول نه وي، خو له داسې غذایي توکو او ویټامینونو څخه ډک وي، چې د روغتیا لپاره د زیان رسوونکو کلیسټرولو سطحه کموي.

د زړه لپاره ګټور وي:

له یوې څېړنې څخه ثابته شوې، چې د شاتو انټي اکساید شیریانونه له بندیدو څخه ژغوري او په همدې ډول د زړه لپاره ګټور تمامېږي.

د یوه ارامه خوب لپاره:

د شاتو په جوړښت کې موجود خوږلت په وینه کې د انسولینو کچه ډېروي او د میلاټونین په نوم هورمون افرازوي، چې بیا همدغه هورمون د ښه خوب لامل کېږي.

د ویښتانو پخه له منځه وړي:

ویل کېږي چې په شاتو سره د سر منځل د ویښتانو پخه له منځه وړي او د سر پوستکی نمجن کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

ځینې وختونه موږ پخپله داسې کارونه ترسره کوو، چې په ستونزو کې مو راګېروي، خو …