کورپاڼه / خبرونه / نسيم دانش: ملي لوبغاړي دې غږ پورته کړي

نسيم دانش: ملي لوبغاړي دې غږ پورته کړي

د افغانستان کرکټ بورډ پخواني عمومي رييس نسيم الله دانش د کرکټ تخنيکي کسانو او ملي لوبغاړو باندې غږ کړى دى، چې د کرکټ اوسني حالت ته په کتلو دې خپل غږ پورته کړي.

نسيم الله دانش وايي، که د کرکټ په اداره او رهبرۍ کې سمون او بدلون رانه شي، د بېرته جوړېدو څخه به ولوېږي.

نوموړى چې د کرکټ بورډ عمومي رييس هم پاتې شوى دى، په خپله فېسبوکپاڼه کې يې د کرکټ په اړه پوسټونه کړي دي او د ملي لوبغاړو څخه يې د غږ پورته کولو غوښتنه کړې ده.

هغه ليکي: ((د افغانسان د کرکټ تخنيکي ملګرو او ملي لوبغاړو څخه هيله کوم او پرې غږ کوم چې د کرکټ اوسني حالت ته په کتو خپل غږ پورته کړي، ځکه دوى هم د کرکټ په پرمختګ کې مهم رول لرلى دى.))

نوموړى همدا راز مخکې ليکي: ((د شخصي ګټو او وظيفو په ځاى دې د ملت خوشالۍ ته وګوري. باور وکړئ که له دې حالت څخه هم کرکټ خراب شو، بيا يې جوړول مشکل دي. خپل مسوليت بايد هر يو ادا کړي، کنه بيا به تاسو هم ګرم وبلل شئ.))

نسيم الله دانش پوسټ

نسيم الله دانش په يو بل پوسټ کې ليکي: ((که کرکټ اداره او رهبري کې سمون او بدلون رانه شي، د بېرته جوړېدو څخه به ولوېږي. دې ځاى ته په اسانه نه دى رسېدلى، دولت دې د عادي ادارې په سترګه نه ګوري او نه دې هم غېر مسلکي او مفسدينو ته په سهم کې ورکوي. همدا يوه خوشالي دې هېوادوالو ته پرېږدي.))

نسيم الله دانش پوسټ ١

د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې په کرکټ بورډ او د کرکټ بورډ په مشرتابه نيوکې زياتې شوې دي. تر ډېره پورې ويل کېږي، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى په خپل کاروبار کې مصروفه وي او د کرکټ اداره يې يو څو کسانو ته سپارلې ده، چې هغه پيراشوټي په کرکټ بورډ کې مقرر کړي دي.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …