کورپاڼه / هنر او کلتور / مسټر بين له خپل دې کردار نه ولې ناخوښه دى؟
مسټر بين

مسټر بين له خپل دې کردار نه ولې ناخوښه دى؟

مسټر بين په نړيواله کچه مشهور شوى هغه کردار دى، چې د هر عمر خلکو ډېر خوښ کړى او اوس يې هم خوښوي، خو د دې کردار لوبونکى هنرمند روون اټکينسن وايي، چې هغه ترې ناخوښه دى.

د برېتانيې د مشهور ټلويزيوني سريال (مسټر بين) په يوه تازه مرکه کې د خپل دغه کردار په اړه غږېدلى دى.

٦٥ کلن روون اټکينسن وايي، چې د مسټر بين کردار د هغه لپاره ډېر ګران او ستړى کوونکى و. هغه داسې اشاره هم ورکړه، چې له دې وروسته به دا کردار کله هم ونه لوبوي.

روون اټکينسن وايي، چې دا کردار لوبول د هغه لپاره کله هم د خوښې وړ نه دى ګرځېدى، د دې کردار له لوبولو مې هېڅ کله خوند نه دى اخيستى.

د مسټر بين سريال د ١٩٩٠ څخه تر ١٩٩٥ پورې په ټلويزيون وړاندې شوى و، چې بيا په ١٩٩٧ کال کې د (بين مووي) او په ٢٠٠٧ کال کې د (بينز هاليډى) په نوم دوه فلمونه يې هم خپاره شو.

اوس د (مسټر بين) په دې کردار يو کارټوني يا انيميټيډ فلم هم جوړېږي. روون اټکينسن وايي، چې د دې کردار لوبولو پر ځاى يوازې د خپل غږ ورکول راته ډېر اسانه دي.

هغه وويل، چې د مسټر بين دومره زيات مشهورېدل د حېرانتيا وړ خبره نه ده، ځکه يو بالغ انسان چې د ماشومانو په څېر حرکتونه کوي، همدا تر ټولو په زړه پورې او کوميډي خبره ده. مسټر بين کې کردار د خبرو پر ځاى د خپلو حرکتونو له امله خلک خندوي او له همدې امله په ټوله نړۍ کې مشهور شوى دى.

د يادولو وړ ده چې د مسټر بين ډېرې برخې په پښتو ژبه کې هم ډب يا دوبله شوې دي، بيا په ځانګړې توګه ورته له سره نوي غږونه ورکړل شوي دي، چې په پښتنو کې بيا دا د بابوجي په نوم هم ډېر مشهور دى.

Loading...

دا هم ولولئ

اجی دیوګن د غوسه ناکو سکانو له لوري بې عزته شوې

د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند د بزګرو پاڅون کوونکو د ملاتړ د نه کولو …