کورپاڼه / روغتيا / بادرنګ د روغتیا د ښه والي او د مخ د ښکلا لپاره څومره ګټور دي؟
بادرنګ

بادرنګ د روغتیا د ښه والي او د مخ د ښکلا لپاره څومره ګټور دي؟

بادرنګ چې ګڼ شمېر خلک یې په ډېر شوق سره خوري، د لږې کالورۍ لرونکی او د سلادو په ډول سره استعمالېږي. د الرجل اخبار د راپور له مخې ویل کېږي، چې بادرنګ په بېلابېلو ډولونو، جوړښتونو او رنګونو سره موندل کېږي.

د بادرنګو ځانګړتیا داده چې له ګڼو معدني موادو او ویټامینونو څخه ډک وي، چې استعمال یې د بدن لپاره ګټور تمامېږي. که څه هم د بادرنګو په اړه مشهوره ده، چې بادرنګ له سبزیجاتو له جملو څخه دی، خو حقیقت دادی چې بادرنګ یوه مېوه ده، چې د لومړي ځل لپاره په همدوستان کې رامنځته شوي ول.

د بدن اوبه پوره کوي:

یو بالغه انسان ته تقریباً په ورځني ډول درې لیتره یا ۱۲ پیالې د اوبو اړتیا وي. ویل کېږي چې د بادرنګو په جوړښت کې ۹۶ سلنه اوبه وي، چې خوړل یې د انسان څلورمه برخه اوبه پوره کوي.

د سرطان مخنیوی کوي:

ویل کېږي چې د بادرنګو ځانګړتیاوې له هغه مرکبونو څخه وي، چې ککوربیټاسین ورته ویل کېږي، چې همدغه مرکبونه د سرطاني حجرو مخنیوی کوي.

د انټي اکسایدو درلودونکی دی:

انټي اکساید هغه کیمیاوي ماده چې حجرې له زیانونو څخه ژغوري.

د زړه لپاره:

ویل کېږي چې د بادرنګو استعمال د وینې کلیسټرول کموي او په همدې ډول د زړه لپاره ګټور وي.

د قبض درملنه کوي:

ویل کېږي چې د بادرنګو په جوړښت کې د فایبرو شتون د قبض لپاره ګټور وي.

 د سوخت مخنیوی کوي:

ویل کېږي چې د بادرنګو استعمال سره د تشو د متیازو نلونه له سوخت څخه ژغورل کېږي او په همدې ډول د ګردو له تیږو مخنیوی کېږي.

هډوکو ته ځواک ورکوي:

له یوې څېړنې څخه معلومه شوې ده، چې د بادرنګو له ګټو څخه یوه دا هم ده، چې د هډوکو د قوت سبب ګرځي.

د پوستکي د ښکلا لپاره:

ددې لپاره چې پوستکی مو ښکلی شي، د بادرنګو دوه وړې ټوټې په سترګو کېږدئ، چې بیابه به په همدې ډول د سترګو تورې حلقې له منځه ولاړې شي. ویل کېږي چې بادرنګ پوستکی نمجن کوي او د ښکلا سبب یې ګرځې. دغه د ګونځو مخنیوی کوي او د خولې بوی له منځه وړي.

د عمر په ډېرېدو سره د نښو نښانو مخنیوی کوي:

یوه دانه بادرنګ راواخلئ، پرې یې کړئ او بیا یې په میکسر کې تر هغې واچوئ، چې په اوبو بدل شي، بیا همدغه ماسک تر پنځلس دقیقو په مخ کېږدئ او مخ مو ووینځئ.

د بادرنګو ډېر خوراک زیانمن وي:

هغه بادرنګ چې په اچار کې استعمال شوي وي، چې د فشار د جګېدو سبب کېږي او ډېر خوراک یې د پوستکي خارښت رامنځته کوي. دغه راز د هضم په مرحله کې ستونزه رامنځته کوي او د ګیس د تکلیف لامل ګرځي.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …