کورپاڼه / خبرونه / شعېب اختر: په پاکستاني لوبغاړو باید غوږونه ونیول شي

شعېب اختر: په پاکستاني لوبغاړو باید غوږونه ونیول شي

د نیوزیلېنډ څخه په دویمه ټېسټ لوبه کې د شرموونکې ماتې وروسته شعېب اختر وايي، چې اوس وخت رارسېدلی دی، چې په پاکستاني لوبغاړو غوږونه ونیول شي.

د یادولو ده چې نیوزیلېنډ په دویمه ټېسټ لوبه کې پاکستان ته په یوه پاڼۍ او ۱۷۶ منډو په ستر توپیر ماتې وکړه او دواړه ټېسټ لوبې يې وګټلې.

د پاکستان ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي نه یوازې دا چې په پاکستاني لوبغاړو سختې نیوکې وکړې، بلکې د پاکستان کرکټ بورډ باندې يې هم نیوکې وکړې.

شعېب اختر وايي، د نیوزیلېنډ پر وړاندې د دومره خرابې لوبې وروسته باید په لوبغاړو غوږونه ونیول شي، درجه بندۍ کې پاکستانۍ لوبډله ښکته روانه ده او کېدای شي سبا سترې لوبډلې موږ سره د لوبو څخه هم ډډه وکړي.

نوموړي په کرکټ هم نیوکې وکړې او وې ویل چې منیجمنټ کې داسې کمزوري کسان وي، نو همداسې کمزورې لوبډله به انتخابېږي او دا لوبډله که د هر چا پر وړاندې ولوبېږي ماتې به خوري.

شعېب اختر دا هم وویل چې د پاکستان تر لوبډلې د ښوونځي لوبډله لا ښه ده او تر دوی به ښه لوبه وکړي.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …