کورپاڼه / روغتيا / د سر او مرۍ د سرطان هغه نښې، نښانې چې خلک یې عادي ګڼي

د سر او مرۍ د سرطان هغه نښې، نښانې چې خلک یې عادي ګڼي

د سر او مرۍ د سرطان ستونزې د سرطان د ناروغۍ له ۶ سلنو څخه ګڼل کېږي، چې پیل یې له خولې، پوزې، د تنفسي نلونو، د آواز له غدو او له ستوني څخه پیدا کېږي. ویل کېږي چې د سر او مرۍ سرطان ډېری وخت د زخم په ډول وي، چې بیا نور بدن ته هم خپرېدلی شي. د ذکر شوي سرطان ځینې نورې عمومي نښې په دې ډول دي.

  • د خوراکي توکو په ژوولو یاهم په تېرولو کې ستونزې.

  • په دوامداره توګه د غږ خرابوالي یاهم د خبرو پرمهال ستونزې.

  • په دوامداره توګه غږ لرونکي ساه.

  • په دوامداره توګه د ستوني خرابي.

  • د یو غوږ درد.

  • خولې یا مرۍ سوخت.

  • د خولې یا شونډو بي حسي.

  • پرته له کوم سببه د غاښ خورېدل.

  • په دوامداره توګه د پوزې بندېدل.

  • بیا بیا ځلي له پوزې وینه راوتنه.

  • په غوږ کې اوازونه یاهم د اورېدلو ستونزې.

ویل کېږي څومره ژر چې د سرطان تشخیص وشي، په هماغه اندازه یې د درملنې چانس هم ډېر وي. له یوې څېړنې څخه معلومه شوې ده، هغه خوراکي توکي چې رېښه لرونکي یاهم د فایبرو لرونکي وي د سرطان د پېښېدو خطر کموي.

خو هغه خوراکي توکي چې له بازار څخه ترلاسه کېږي، باید ورته پاملرنه وشي، ځکه چې بازاري توکي په خالصه توګه نه پاتې کېږي، بلکې د ماشینونو په وسیله ترې فایبر ایستل کېږي.

بله خوا ویل کېږي چې د کریلو په جوړښت کې ځینې داسې ځانګړتیاوې شتون لري، چې د سر او مرۍ د خطرناک سرطان مخنیوي کوي او د کریلو اوبه د ذکر شوي سرطان په درملنه کې ګټور ګڼل کېږي او د سرطاني حجرو د ډېرېدو مخنیوی کوي.

دغه راز تور رنګه چاکلیټ او ځینې نور توکي د سرطان د له منځه وړلو د وړتیاوو درلودونکي وي. د خوراکي توکو کارپوهان بیا وایي، چې د انګورو په استعمال سره د ګڼو ناروغیو سربېره د ذکر سرطان مخنیوی هم کېدلی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

نعناع

نعناع یا ویلنی د نیم سري (د نیم سر درد) په درملنه کې اغېزمن وي

د نعناع یا ویلني استعمال خو هسې هم د روغتیا لپاره په پوره اندازه ګټور …