کورپاڼه / خپلواک / ښاماران او اتلان به د شپږيزې پايلوبه کې سره مخ شي
راشد او نبي

ښاماران او اتلان به د شپږيزې پايلوبه کې سره مخ شي

د شپږيزې ليګ په دويمه کواليفاير لوبه کې بند امير ښامارانو او کابل بازانو د شپږيزې تر ټولو خوندوره لوبه ترسره او په وروستيو کې بند امير ښامارانو په ۳ منډو بريا خپله کړه، چې اوس به سبا په پايلوبه کې له مس عينک اتلانو سره مخ کېږي.

د شپږيزې کرکټ ليګ په دويمه کواليفاير لوبه کې د بند امير ښاماران او کابل بازان لوبډلې مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه د بند امير ښامارانو لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د بند امير ښامارانو له لوري عمران جنت او جاوېد احمدي د ۱۷۶ منډو په زړه پورې ملګرتيا وکړه، چې د شپږيزې کرکټ ليګ په تاريخ کې ستره ملګرتيا ده. همدا راز بند امير ښامارانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۵ منډې وکړې، چې د يوې لوبډلې له لوري د شپږيزې ليګ د تاریخ تر ټولو زياتې منډې دي. د دوی له ډلې عمران جنت ۱۱۵ ناسوځېدلې او جاوېد احمدي ۷۷ منډې وکړې. همدا راز عمران جنت د شپږيزې لیګ د تاریخ څلورم او د روان شپږيزه ليګ دريم توپوهونکی شو چې سليزه يې ووهله.

د کابل بازانو له لوري بيا يوسف ځاځي او کريم جنت ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د ۲۲۶ منډو د ستر هدف په تعقيب کې د کابل بازانو هم په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، خو په ۲۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۲ منډې وکړې او په ۳ منډو يې لوبه وبايلله. د دوی له لوري یونس احمدزي ۵۳، کریم جنت ۵۱ او سميع الله شينواري ۴۰ منډې وکړې.

د بند امير ښامارانو له لوري نجات مسعود ۳، باطن شاه ۲ او فريد احمد ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه عمران جنت ترلاسه کړه، چې د ۱۱۵ منډو ناسوځېدلې توپوهنه يې ترسره کړې وه.

د نننۍ لوبې په بريا سره د بند امير ښامارانو لوبډلې پايلوبې ته لار پېدا کړه، چې سبا د اکتوبر په ۱۸مه نېټه به تر غرمې وړاندې په ۱۱:۳۰ بجې د مس عينک اتلانو لوبډلې سره په پايلوبه کې مخامخ شي.

د يادولو ده چې په لومړۍ کواليفاير لوبه کې مس عينک اتلانو پرون سهار د بند امير ښامارانو ته ماته ورکړې وه او پايلوبې ته يې لار پېدا کړې وه.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …