کورپاڼه / جالب / امریکايۍ ښځې د پېرس مشهور “ایفل ټاور” نه طلاق واخیست

امریکايۍ ښځې د پېرس مشهور “ایفل ټاور” نه طلاق واخیست

د امریکا یوې ښځې څه وخت مخکې د پېرس مشهور ایفل ټاور سره واده کړی و، خو اوس ویل کېږي چې دغه ښځې بېرته له ایفل ټاور نه طلاق اخیستی یا يې ورکړی دی.

دې ۴۷ کلنې امریکایۍ ښځې په ۲۰۰۷ کال کې د ایفل ټاور سره واده کړی و، چې یو ځانګړی پروګرام يې هم نیولی او ډېرو خلکو د هغې په واده کې ګډون کړی و.

دا ښځه ایریکا ایا نومېده، چې له ایفل ټاور سره تر واده وروسته يې خپل نوم هم له ایریکا ایا نه ایریکا ایفل ته بدل کړی و.

اوس تازه په ځینو راپورونو کې ویل شوي دي چې دې ښځې له ایفل ټاور نه طلاق اخیستی دی. خو د طلاق لامل يې نه دی څرګند کړی.

په ۲۰۰۷ کال کې د ایفل ټاور سره تر واده وروسته دې ښځې له رسنیو سره په مرکه کې ویلي و، چې له نارینه و سره اړیکې ساتل يې نه خوښېږي.

هغې زیاته کړې وه، چې له دې مخکې هم په ډېرو داسې شیانو مینه شوې وه، چې

بې روحه و، خو کله چې يې ایفل ټاور ولیده، نو زړه يې پرې بایلود او له هغه وروسته يې پرېکړه وکړه چې له دې سره به واده کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان کې یو شخص چې (۳۹) لمسیان یې لرل؛ پنځم واده یې هم وکړ

د پاکستان په ګوجرانواله سیمه کې د نهه دیرشو کمسیانو څښتن پنځم واده وکړ، که …