د اسټرالیا تو هند ترمنځ د ۴ ټېسټ لوبو لړۍ دریمه ټېسټ لوبه نن د اسټرالیا په سډني کې پیل شوه.
د لوبې په پیل کې اسټرالیا پچه وګټله او لومړی يې توپوهنه غوره کړه.
د اسټرالیا نوملړ:
ویل پوکوواسکي، ډیویډ وارنر، مارنوس لابوشین، سټیو سمیت، کیمرون ګرین، میتیو ویډ، ټیم پین (لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی)، پات کومنز، مچل سټارک، ناتن لیون او جوش هازلووډ.
د هند نوملړ:
روهیت شرما، شوبمن ګیل، چیتیشور پجارا، اجینکی ریهانی (لوبډلمشر)، هنوما ویهاري، ریشب پانټ (ویکټ ساتونکی)، رویندرا جډیجا، روي چندرن اشوین، نودیپ سیني، جسپریت بومرا او محمد سراج.
اسټرالیا د ۱ لوبغاړي په سوځېدو ۲۱ منډې کړې دي، خو د باران له امله لوبه ځنډېدلې ده.
د یادولو وړ ده چې لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټرالیا او دویمه ټېسټ لوبه کې هند بریا خپله کړې وه.