کورپاڼه / روغتيا / شنه سابه یا ترکاري د سترګو نظر تېزوي

شنه سابه یا ترکاري د سترګو نظر تېزوي

روغتیایي کارپوهان وایي، چې ګازرې د سترګو د دید لپاره ترټولو غوره غذایي توکي دي، خو اوسمهال له یوې نوې څېړنې څخه معلومه شوې، چې د سابو په استعمال سره د سترګو دید زیاتېږي او په ساتنه کې یې مرستندویه تمامېږي.

د هارورډ د طبي ښوونځي ساینسپوهانو ویلي دي، چې د سابو یا ترکارۍ په جوړښت کې په ډېره اندازه نایټریټ شتون لري، چې د سترګو د یو ډول نا علاجه ناروغۍ (ګلوکوما) په درملنه کې ۳۰ سلنه مرسته کوي.

ویل کېږي چې د سترګو په دې ډول ناعلاجه ناروغۍ کې د ناروغ کس د سترګو عصبي رګونه د مایع په وسیله ډکېږي او په همدې ډول ناروغ کس د سترګو دید له لاسه ورکوي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي، چې ذکر شوي ناروغي ډېری وخت هغه مهال رامنځته کېږي، چې ناروغ شخص له ۶۰ کلنۍ څخه واوړي. څېړونکي وایي، چې د شنو پاڼو درلودونکي ترکاري یا سابه په بدن کې د وینې دوران ښه کوي او د سترګو د دید په ښه کولو کې مرستندویه تمامېږي.

راپور زیاتوي، چې څېړونکو د څېړنې پرمهال له څلور شپېته زرو څخه ډېر کسان وکتل او د لږ، لږ ځنډ وروسته یې د دوی د سترګو معاینه هم ترسره کړه. ویل کېږي چې څېړونکو ذکر شوې څېړنه هغه مهال پیل کړه، چې د څېړل شوو کسانو د اکثریت عمر یې له څلویښتو کلونو څخه ډېر وي او (ګلوکوما) په ناروغۍ هم اخته نه ول.

له دې وروسته یې څېړل شوو کسانو ته د نایټریټ استعمال پیل کړ او له هغوی څخه د ګلوکوما په اړه پوښتنې هم وکړې. ویل کېږي چې له څېړنو وروسته معلومه شوه، هغه کسان چې په اوونۍ کې دوه یا درې ځلې د شنو پاڼو لرونکي ترکاري استعمالوي، د ګلوکوما په ناعلاجه ناروغۍ کې یې له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنو پورې کمښت رامنځته کېږي.

بله خوا د شنو سابو په اړه دا هم ویل کېږي، چې استعمال یې د وینې کرویات ډېروي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …