د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټويټر اکاونټ د ټويټر ادارې له لوري د ١٢ ساعتونو لپاره قلف شوى دى او همدا راز اخطار يې هم ورکړى دى.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، ټويټر د ولسمشر ټرمپ وروستي ټويټونه هم ډيليټ کړي دي، چې هغه پکې د ټاکنو په اړه خبرې کړې وې او ويلي يې و، چې کله ولس له ټاکنو ليرې وساتل شي، نو داسې حالت راځي، دا ورځ به امريکايان تل په ياد ساتي.
په دې اړه د ټويټر ادارې ويلي دي، چې د ولسمشر ټرمپ ٣ ټويټونه يې ليرې کړي دي او د هغه اکاونټ يې هم د ١٢ ساعتونو لپاره قلف کړى دى.
دوى همدا راز ويلي دي، که ولسمشر ټرمپ په خپله دا ټويټونه ډيليټ نه کړل، نو دوى به يې د اکاونټ قلف ساتلو وخت لا پسې زيات کړي.