کورپاڼه / سياست او روانې چارې / عصمت قانع: امنيت په کمرو نه، په سړو تامينېږي
عصمت قانع

عصمت قانع: امنيت په کمرو نه، په سړو تامينېږي

په کابل کې د امنيتي کمرو په تړاو مشهور ليکوال او سياسي شنونکى عصمت قانع وايي، چې امنيت په کمرو نه تامينېږي په سړو تامينېږي.

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح تېره ورځ ويلي دي، چې په کابل کې د امنيت لپاره امنيتي کمرې په ټول ښار کې لګوي.

په دې تړاو عصمت قانع په يو ټويټ کې ويلي دي: ((تر واده يې د بنګړو مصارف ډېر دي، موږ د يوې بدنامې او ناکامې مافيا په منګولو کې د خپلو ډنګرو هډوکو اخري غوړي هم سوځولو ته وړاندې کوو.))

هغه په خپل ټويټ کې مخکې ليکي: ((امنيت په کمرو نه تامينېږي په سړو تامينېږي، خو سړي د کابل په امنيتي سکتور کې ځاى نه لري، بلکې شړل کېږي.))

د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې عصمت قانع له هېواده بهر تللى دى. هغه ويلي و، چې د خپل ژوند د خونديتابه لپاره يې هېواد پرېښى.

دا هم ولولئ

حامد کرزی

حامد کرزي د تـا لـیـبـا نـو د رسمیت لپاره ورته سپینې سپینې وویلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ا.ا د نړیوال مشروعیت لپاره هغوی ته سپینې …