کورپاڼه / هنر او کلتور / د نغمې د پېغلتوب يو عکس په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي
نغمه

د نغمې د پېغلتوب يو عکس په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي

د افغانستان مشهوره، نوميالۍ او مخکښه سندرغاړې چې نه يوازې غږ يې ميليونونه مينه وال لري، بلکې د هغې ښايست اوس هم ډېر مينه وال لري.

د نغمې د پېغلتوب يو ډېر پخوانى عکس تازه ټولنيزو رسنيو ته راوتى دى، چې په ځانګړې توګه په فېسبوک کې ډېر لاس په لاس کېږي.

دا عکس چې تور او سپين دى، نغمه پکې ډېره ځوانه ښکاري او د يوې بلې ښځې سره ولاړه ده. که څه هم د دې عکس دقيق وخت نه دى معلوم، چې دا عکس په کوم وخت کې اخيستل شوى دى، خو داسې ښکاري چې لسيزې پخوانى عکس به وي.

نغمه

د يادولو وړ ده چې نغمه د افغانستان هغه مشهوره سندرغاړې ده، چې ان تر اوسه پورې يې نه يوازې د غږ، بلکې د ښايست ستاينې او مثالونه يې هم ورکول کېږي. دا جمله (د نغمې په شان ده) يا (د نغمې غوندې ښکلا لري) به ښايي تاسې هم اورېدلي وي.

نوموړې لسيزې د پښتو موسيقۍ خدمت وکړ او د نړۍ په هر هغه ځاى کې مينه وال لري، چېرته چې افغانان ژوند کوي يا هم څوک په پښتو ژبه پوهېږي.

نغمې په دې وروستيو کلونو کې د مشهور سندرغاړي استاد منګل نه طلاق واخيست او له يو بل کس سره يې واده وکړ.

دا هم ولولئ

د عامر خان نوي تلویزوني اعلان جنجال راپورته کړی

د هندي سینما یا بالیووډ مخکښ اداکار عامر خان نوي تلویزوني اعلان په هند کې …