کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ساينسپوهان: اوس ورځ و شپه د ٢٤ ساعتونو نه ده
دنيا

ساينسپوهان: اوس ورځ و شپه د ٢٤ ساعتونو نه ده

ساينسپوهان وايي، هغه ورځ او شپه چې موږ يې له تېرو ٥٠ کلونو راهيسې د ٢٤ ساعتونو ګڼو، اوس د ٢٤ ساعتونو نه ده، بلکې کمه شوې ده.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، ساينسپوهان وايي، چې د ځمکې تاوېدل د ٢٤ ساعتونو څخه راکم شوي دي، ځکه له تېرو ٥٠ کلونو راهيسې د ځمکې تاوېدل چټک شوي دي.

دوى زياتوي، چې له تېرې نيمې پېړۍ راهيسې د ځمکې د تاويېدلو د چټکتيا له امله ورځ او شپه د ٢٤ ساعتونو څخه راکمه شوې ده. دوى وايي، چې د دې فرق ختمولو لپاره بايد موږ د خپلو ساعتونو په ثانيو کې بدلون راولو.

ساينسپوهانو په دې اړه يوه بېلګه وړاندې کړې ده او ويلي يې دي، چې د ٢٠٢٠ کال د جولاى ١٩مه ورځ او شپه د ٢٤ ساعتونو پر ځاى ٢٣ ساعته او ٥٦ دقيقې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

ويکيپيډيا

انلاين دايرة المعارف (ويکيپيډيا) ٢٠ کلن شو

د ٢٠٠١ کال د جنورۍ په ١٥مه نېټه دوه امريکايانو جيمي ويلس او ليري سينګر …