د پېغامونو لپاره جوړ شوي مشهور اپليکېشن وټساپ په خپله پالېسۍ کې نوى بدلون راوستى دى او هغه کاروونکي، چې د دې پالېسۍ له منلو انکار وکړي، نو د هغوى اکاونټونه به ډيليټ کېږي.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، وټساپ د دې نوي پالېسۍ پلي کول پيل کړي دي او په سلګونو زره کسانو ته د وټساپ له لوري يو پېغام ورغلى دى.
په دغه پېغام کې وټساپ خلکو ته ويلي دي، چې که د ٢٠٢١ کال د فبرورۍ تر اتمې نېټې پورې دا پاليسي ونه مني، نو د دوى اکاونټونه به له هغه وروسته ډيليټ شي.
په راپور کې ويل شوي دي، چې لومړى دا پېغام د وټساپ هندي کاروونکو ته ورغلى دى، چې که څه هم ډېر معلومات پکې نشته، خو په واضحه ډول ورته ويل شوي دي، چې دا پالېسي دې ومني.
د وټساپ په دغه پېغام کې ويل شوي دي، چې دوى د خلکو شخصي معلومات ترلاسه کوي او هغه بيا د فېسبوک لپاره کاروي يا يې هغوى ته ورکوي. دوى همدا راز وايي، چې د وټساپ د کارولو پر مهال چې تاسې د کوم بل بزنس سره په اړيکه کې يئ، نو ستاسې ټول معلومات دوى ته رسېږي او دوى يې د فېسبوک د نورو اپليکېشنونو سره شريکوي.
دا پېغام له هند وروسته د افغانستان په ګډون د ډېرى هېوادونو وټساپ کاروونکو ته لېږل شوى دى.
د وټساپ د نوې پالېسۍ له مخې، دوى وايي چې موږ ته د خپل مارکيټنګ، مرستې، بدلون او د سرويس د لا ښه کولو لپاره د خلکو معلومات پکار دي، چې د نوې پالېسۍ د قبلولو پرته دا کار نه کېږي.
د وټساپ دا نوې پاليسي به د فبرورۍ له اتمې نېټې څخه لازمي شي او کوم خلک چې دا ونه مني، نو د هغوى شمېرې يا اکاونټونه به ختم شي او که بيا غواړي چې اکاونټ جوړ کړي، نو دا پاليسي به مني.
د وټساپ وياند وايي، چې وټساپ د خپل سرويس د ښه کولو لپاره د فېسبوک په ګډون د ځينو نورو شرکتونو سره ګډ کار کوي او له همدې امله د دوى د کاروونکو معلومات له هغوى سره شريکوي، تر څو د کاروونکو ستونزې حل کړي.