کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د افغانستان نظامي ځواک په نړۍ کې په کوم مقام دى؟
افغان امنيتي ځواکونه

د افغانستان نظامي ځواک په نړۍ کې په کوم مقام دى؟

په نړۍ کې د نظامي ځواک لرونکو هېوادونو په لړ کې امريکا لومړى مقام لري، چې تر ټورو قوي او مجهز پوځ لري او نظامي ځواک يې په ښو وسايلو سمبال دى.

دا ليسټ چې هر کال د ګلوبل فاير پاور وېبپاڼې له لوري خپرېږي، افغانستان پکې سږکال شاتګ کړى دى او اوس په ٧٨م مقام کې قرار لري.

تر دې مخکې د افغانستان نظامي ځواک په ٧٤م مقام کې قرار درلود، خو د ګلوبل فاير پاور په تازه ليسټ کې يې بيا ٧٨م مقام خپل کړى دى.

د نظامي ځواکونو په برخه کې تر امريکا وروسته بيا روسيه په دويم، چين په دريم، هند په څلورم او جاپان په پنځم مقام کې قرار لري، چې ښه او قوي ځواکونه لري او په مجهزو وسايلو سمبال دي.

زموږ ګاونډي هېوادونه، ايران په ١٤م او پاکستان په ١٥م مقام کې قرار لري، همدا راز سعودي عرب ١٧م او اسراييل بيا په ١٨م مقام کې دي.

ازبکستان په دې ليسټ کې ٥٢م مقام خپل کړى دى او ترکمنستان بيا په ٧٧م مقام کې دى، چې له هغه وروسته افغانستان په ٧٨م مقام او نيوزيلېنډ په ٧٩م مقام کې دى.

د نيوزيلېنډ، سريلانکا، کويټ، قطر، زمبابوې، بحرين، تاجکستان، ايرلېنډ، نېپال او په لسګونه نور هېوادونه بيا د نظامي ځواک په برخه کې له افغانستان وروسته دي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستانۍ الوتکه

چين هم په پاکستان بندېز لګولى

د چين حکومت د پاکستان د دولتي هوايي شرکت په الوتکو د درې اونيو لپاره …