کورپاڼه / سياست او روانې چارې / زمرى، ولسمشر ته: مارشالي دوستم، د پلاوي غړيتوب باتور، سناتوري راحلې ته ورکوې، ولې دا موږ پنجابيان يو؟
اشرف غني او ذبيح الله زمرى

زمرى، ولسمشر ته: مارشالي دوستم، د پلاوي غړيتوب باتور، سناتوري راحلې ته ورکوې، ولې دا موږ پنجابيان يو؟

ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار وختي ننګرهار ولايت ته تللى دى، تر څو هلته له خلکو سره وويني او له نږدې څخه د ننګرهار ولايت ارزونه وکړي، د خلکو او مسوولينو وړانديزونه او شکايتونه واوري.

د ننګرهار ذبيح الله زمري بيا ولسمشر غني ته مخامخ سپينې سپينې خبرې کړې دي او د ننګرهاريانو د حق غوښتنه يې ترې کړې ده.

ذبيح الله زمري ولسمشر غني ته ويلي: ((مارشالي دې عبدالرشيد دوستم ته، د مرکچي پلاوي غړيتوب دې باتور دوستم ته او سناتوري دې راحلې دوستم ته وکرړه، ولې دا موږ پنجابيان يو؟))

هغه همدا راز ولسمشر ته دا هم ويلي دي، چې ننګرهاريان درنه خپل حق غواړي او موږ ته اساسي او بنيادي کارونه وکړه.

د يادولو وړ ده چې ولسمشر غني سهار وختي ننګرهار ته تللى دى، چې له امله يې د جلال اباد ښار هم تړل شوى او په ټولنيزو رسنيو کې هم د خلکو له لوري نيوکې کېږي، چې عامو خلکو ته د تګ راتګ پر مهال خنډونه راولاړ شوي دي.

دا هم ولولئ

حامد کرزی

حامد کرزي د تـا لـیـبـا نـو د رسمیت لپاره ورته سپینې سپینې وویلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ا.ا د نړیوال مشروعیت لپاره هغوی ته سپینې …