کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / که مياشت مخکې مو ١ بيټکوين اخيستى واى، تراوسه مو ١٨ زره ډالر ګټه کوله
بيټکوين

که مياشت مخکې مو ١ بيټکوين اخيستى واى، تراوسه مو ١٨ زره ډالر ګټه کوله

د کرپټو کرنسۍ مشهور بيټکوين ډېر په چټکۍ سره پورته روان دي او يوازې په تېره يوه مياشت کې پکې شاوخوا ١٨ زره ډالر پورته والى راغلى دى.

يوه مياشت مخکې، يعنې د دسمبر په ٧مه نېټه يو بيټکوين ١٩٢٠٢ امريکايي ډالر ارزښت درلود، چې نن، يعنې د دسمبر په ٧مه نېټه ٣٧٠٦١ امريکايي ډالر ارزښت لري.

د بيټکوين کرنسي چې يوه انلاين کرنسي ده، د خپل تاريخ تر ټولو لوړ ارزښت ته رسېدلې ده او لا هم ډېر په چټکۍ سره په مخکې روانه ده.

که تاسې چېرته يوه مياشت مخکې يوازې ١ بيټکوين اخيستى واى، نو نن مو شاوخوا ١٨ زره امريکايي ډالر ګټه کوله.

د کرپټو کرنسۍ په برخه کې که څه هم سلګونه نورې کرنسۍ هم شته، خو بيټکوين په دې برخه کې لومړنۍ کرنسي ده چې جوړه شوې او تر ټولو زيات ارزښت لرونکې کرنسي هم ده.

دا هم ولولئ

د نخود د دانې په څېر یوه داسې کوچنۍ آله جوړه شوې، چې په بدن کې د اکسیجن کچه معلوموي

د عصري برښنایي توکو په مرسته اوسمهال یوازې د نخود د دانې په اندازه آله …