کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر: د پاچا خان سلمه کليزه په ننګرهار کې لمانځو
اشرف غني ١

ولسمشر: د پاچا خان سلمه کليزه په ننګرهار کې لمانځو

ولسمشر محمد اشرف غني يو ځل بيا په ننګرهار کې دا يادونه وکړه، چې د پاچا خان سلمه کليزه به په ننګرهار کې ولمانځي.

دا پرېکړه تېره ورځ هم شوې وه او ارګ ويلي و، چې د پاچا خان سلمه کليزه به په حکومتي کچه سږکال ولمانځل شي.

خو دا په داسې حال کې ده چې ستر خدايي خدمتګار او فخر افغان باچا خان په ١٨٩٠ شاوخوا کلونو کې زېږېدلى و، چې دا نېټه هغه په خپل کتاب (زما ژوند او جدوجهد) کې ليکلې ده.

د باچا خان کليزه په ويکيپيډيا کې ١٨٩٠ کال د فبرورۍ شپږمه نېټه ليکل شوې ده، چې په دې حساب سره ١٣١مه کليزه يې راځي او همدا راز په ١٩٨٨ کال کې له دې نړۍ څخه کوچېدلى دى، چې تلين يې بيا ٣٣م راځي.

د يادولو وړ ده چې ولسمشر غني نن سهار وختي ننګرهار ولايت ته تللى دى، چې هلته د حکومتي مسوولينو ترڅنګ يوې ولسي غونډې ته هم وېنا کوي.

نوموړي د ننګرهار له خلکو او د خلکو له استازو څخه د ننګرهار ستونزې واورېدې.

Loading...

دا هم ولولئ

د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه زلزلې ولړزول

د هېواد پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه زلزلې ولړزول، خو د ځاني او …