کورپاڼه / روغتيا / آیا دار چیني د وزن په کمولو او د دفاعي سیستم په ځواکمنولو کې ګټوره ده؟

آیا دار چیني د وزن په کمولو او د دفاعي سیستم په ځواکمنولو کې ګټوره ده؟

دار چیني د ونو د پوستکي له داخلي برخو څخه لاسته راځي، چې علمي نوم یې (سینمن) دی. ویل کېږي چې دار چیني له خوندورو او خوشبویه مساله جات له جملې څخه ده، چې تقریباً څو زره کلنه شهرت هم لري او د روغتیا او د ښکلا اړوند بې شمېر ګټې لري. دغه راز د دار چیني په اړه ویل کېږي چې د لومړي ځل لپاره په مصر کې رامنځته شوه او په پخواني وختونو کې یې د یوې قیمتي تحفې حیثیت درلود، چې بادشاهانو به یو بل ته ډالۍ کوله. نو راځئ چې نن ورځ یې د ګټو په اړه پوه شو.

دفاعي سیستم ځواکمنوي:

ویل کېږي چې د دار چیني په جوړښت کې انټي اکساید شتون لري، چې د سوخت پر وړاندې مقابله کوي او د مختلفو ناروغیو خطر کموي.

د زړه لپاره:

د دار چیني له ګټو څخه یوه دا هم ده، چې د دار چیني استعمال د زړه د ناروغیو خطر کموي. د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې په ورځني ډول یو ګرام د دار چیني استعمال د وینې کلیسټرول کموي.

د شکر پر وړاندې مقابله کوي:

ویل کېږي چې دار چیني په وینه کې د داخلېدو سره سم د ګلوکوزو سطحه ټیټوي او په همدې ډول شکر پر وړاندې مقابله کوي.

د الزایمر یاهم د هېرول له ناروغۍ څخه مخنیوی کوي:

روغتیایي کارپوهانو ویلي دي چې د دار چیني په جوړښت کې داسې مواد شته، چې د دماغي ناروغیو سره مقابله کوي.

د سرطان مخنیوی کوي:

د څېړنو له مخې ویل کېږي، چې د دار چیني له ګټو څخه یوه دا هم ده، چې د سرطان پع مخنیوی او درملنه کې ګټور تمامېږي.

د خولې او غاښونو ساتنه کوي:

د دار چیني د ښکلا اړوند له ګټو څخه یوه داده چې د غاښونو له خرابېدو څخه مخنیوی کوي او د خولې بد بویې له منځه وړي.

د ویروس سره مقابله کوي:

له یوې څېړنې ثابته شوې چې دار چیني د HIV پر وړاندې جنګېږي.

وزن کموي:

ویل کېږي چې د دار چیني په استعمال سره په وزن کې کمښت راځي او اضافي وازده اوبه کېږي.

سوخت:

ویل کېږي د دار چیني استعمال د بندونو او عضلو اړوند درد له منځه وړي.

د هضم لپاره ګټور وي:

د دار چیني په استعمال سره د کولمو ګیس له منځه ځي، د معدې تېزابیت ختمېږي، اسهال او د چکر خوړلو ستونزې له منځه وړي.

د دار چیني ډېر استعمال زیانمن وي:

ځیګر ته زیان رسوي:

ویل کېږي چې دار چیني د کومارین په نوم ماده لري، چې همدغه ماده په ځیګر کې د زهرو د پیدا کېدو سبب کېږي.

د سرطان خطر ډېروي:

له څېړنو ثابته شوې چې د دار چیني کومارین ماده د سرطان خطر ډېروي.

د ساه اخیستلو ستونزې:

په یو وخت کې د ډېرې دار چیني په استعمال سره د ساه اړوند ستونزې رامنځته کېږي. دغه راز له درملو سره باید ډېره استعمال نه شي.

دا هم ولولئ

د زکام له ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره څه وکړو؟

کله چې هوا سړه شي او موسم بدل شي نو زیاتره خلک پر زکام، نزلې، …